تاند- پاکستان نن /شنبه/ د تورخم دروازه د څو ساعتونو لپاره بنده کړه او په سلګونو مسافر یې سرګردان کړل.

راپورونه وايي چې پاکستاني ځواکونو وروسته له دې د تورخم دروازه بنده کړه چې پرون /جمعه/ دروازې ته نژدې د پاکستان خوا ته د لاسي بم حمله وشوه.

په برید کې د تورخم پورې خوا ته ۸ پاکستاني پوځیان او یو ماشوم ټپیان شول او د تورخم دې خوا ته ۷ تنه ټپیان شول.

پاکستان وايي چې حمله کوونکی د افغانستان له لوري ورغلی و. خو د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوګیاڼی وايي چې  حمله د تورخم پورې خوا ته شوې او حمله کوونکی د افغانستان له خوا هغې خوا ته نه دی اوښتی.

د دواړو خواوو سرحدي ځواکونو نن په خپل منځ کې غونډه وکړه او وروسته یې دروازه بېرته پرانیسته.

د حمله کوونکي د هویت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *