تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې د تورخم د ستونزې پر حل موافقې ته ورسېد.
ښاغلي زاخېلوال وویل چې د پاکستان له لوی درستیز راحیل شریف سره یې خبرې وکړې او په نتیجه کې یې راحیل شریف خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې پوله سمدستي پرانیزي.
په تورخم کې شاهدانو تایید کړه چې لاره پرانستل شوې ده.
پاکستان له تېرو ۴ ورځو راهیسي د تورخم لاره بنده کړې وه چې له کبله یې په زرګونو افغانان، چې په دې لاره یې پاکستان ته تګ راتګ کاوه، له سختو کړاوونو سره مخامخ شوي ول.
ښاغلي زاخېلوال نن /جمعه/ په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې د خبرو په نتیجه کې پاکستان موافقه وکړه چې تورخم ته خپل استولي پوځیان به بېرته وروغواړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړی و چې افغانستان او پاکستان دواړو تورخم ته ټانکونه او زغرګاډي لېږلي دي.
افغانستان وايي چې پاکستاني سرحدي ځواکونه غواړي د افغانستان په خاوره کې جوړې کړې پوستې ته پُل تېر کړي خو دوی یې مخه نیسي خو پاکستان بیا وايي چې افغانستان اجازه نه ورکوي چې پر پوله ازغن سیمونه وغځوي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي چې راحیل شریف ژمنه ورکړه چې له دې وروسته به د نورو مسلو پر سر تورخم یا کومه بله سرحدي لار نه بندوي.
ښاغلى محترم ډاکټر زاخليلوال صيب ستاسو مبثتى هلى ځلى د ستاينى دى او همدارنګه سودمنى دى په دغه اړه ستاسو محتاط خوزښت ښايي د پاکستان او افغانستان په اړيکو ښه کيدو کى مهم رول ولوبوى هميشه په دغه شان سازګار ماحول کى د مدبرانه سياست او حکمت څخه کار واخستل شى او خدا نخواست چى د يوى بلى خونړى جګړى هدف ونه ګرځو او ټولى ستونزى د مفاهمت له لارى حل او فصل شى
مونږ نور دا ګړى جنګ او جګړى توان نه لرو او له ګاونډيو سره د ښه اړيکو خواهان يو
سر لوړى اوسى
ډیر ښکلی کار وشو چه د محترم زاخیلوال صاحب په هڅو د طورحم لار پرانستل شوه بی له دی چه کومه ستونزه پیښه شی الله دی په خپل کارونو کی بریالی لری
[…] پاکستان د تورخم لاره پرانسته او خپل ځواکونه یې وروغوښت… زاخېلوال، د پسرلنیو عملیاتو له اعلانولو څرګندېږی چې طالبان سوله نه غواړی زاخېلوال د شربت ګلې په فضیه کې د پاکستان د صدراعظم د مداخلې غوښتنه وکړه د افغانستان سفیر پاکستان ته په تورخم کې د دروازې د جوړولو په وړاندې خبرداری ورکړ […]