تاند- پاکستان نن /شنبه/ د تورخم بندر، چې د وروستیو نښتو له کبله یې بند کړی و، پرانست.
د دې لارې د بندېدو له کبله نه یوازې زرګونه خلک د تورخم دواړو خواوو ته بند او منتظر پاتې ول بلکې په سلګونو باري لارۍ او ټرکونه هم دواړو خواوو ته ایسار شوي وو.
پاکستان همداراز ونن وویل چې د تورخم دروازه یې د جګړن جواد علي (چنګېزي) په نوم کړې ده. جګړن جواد علي په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو قوماندان و چې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.
افغان او پاکستاني چارواکي وايي چې تورخم نن سهار پرانستل شو خو له افغانستانه یوازې هغو کسانو ته په دې لار پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي چې پاسپورت او پاکستاني ویزه ولري.
په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو د ارکان ريیس محمد ایوب حسین خېل وايي، اوس په تورخم کې وضعیت له نظامي حالته عادي حالت ته راګرځېدلی، خلک پرته له کومې ويرې تګ راتګ کوي.
د تورخم لارې د پرانستلو معنا دا ده چې هغه شخړه، چې د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ماښام پیل شوې وه، لږترلږه د اوس لپاره پای ته رسېدلې ده.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له استازو سره پاکستان ته لاړ شي او په تورخم کې د دروازې د جوړولو په باب له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.