تاند- د قبایلي سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، په داسې حال کې چې افغانستان ورڅخه وېزه نه غواړي، پاکستاني چارواکي یې مجبوروي چې د افغانستان وېزه واخلي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د جمرود یو شمېر سوداګرو وویل چې پرون /شنبه/ په تورخم کې د پاکستاني چارواکو له لوري ودرول شول او اجازه ورنه کړل شوه چې افغانستان ته واوړي ځکه چې دوی پر خپلو پاسپورټونو د افغانستان وېزې نه لرلې.

دوی، چې د پُرزو کاروباریان دي، وايي چې په اوونۍ کې دوه ځلې په تورخم تلل – راتلل او چا ورته څه نه ویل خو پرون د لومړي ځل لپاره د پاکستان د سرحدي چارواکو له لوري له دې سره سره ودرول شول چې هم یې پاسپورټونه لرل او هم پاکستانۍ تذکرې یا پېژندپاڼې.

د پاکستان سرحدي چارواکو قبایلي سوداګرو ته ویلي چې د افغانستان وېزې واخلي.

سوداګر وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت ورڅخه د وېزې غوښتنه نه کوي، پاکستان هم باید دوی مجبوره نه کړي چې وېزه واخلي.

ویل کېږي، پاکستان د دې لپاره چې پر قبایلو ومني چې افغانستان یې خپل هیواد نه دی، هغوی د افغانستان د وېزې اخیستلو ته مجبوروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *