پاکستان په خپله ډیپلوماسۍ کې تر تور خطه ماتې خوړلې ده په شته ګاونډیو هېوادونو کې له چین پرته بل دوست ګاونډی هېواد نه لري د پاکستان درواغجنه ډرامه نوره پای ته د رسېدو په حال کې ده، پاکستان که پخوا نور هېوادونه تېر وېستل او نور وهېواد ونوته یې سیاسي کندې ایستې نن په خپله د همغو کندوپرغاړه ولاړ دی د پاکستان ډيپلوماټيکې اړیکې اوس په نړیواله کچه خرابې شوي دي د هندوستان لومړی وزیر نرندرامودي چې کانګرس ته کومه وینا وکړه په نړیواله کچه یې د پاکستان سیاسي ثبات تر پوښتنې لاندې راوست.
افغانستان ته د مودي راتګ او په هرات کې یې د سلمابند پرانستنه او دې ورته دنورو بندونو دجوړولو ژمنې د چابهار بندر درې اړخیزه تړون لاسلیک، اروپا ته سفرونه کانګرس ته وینا دا ټول هغه څه دي چې پاکستان یې په کافي اندازه ورخطا کړی دی له پاکستان څخه اوس اسلامی هیوادونو هم لاس اخستی دی د یمن جګړې وکولی شوچې پاکستان د اسلامي هیوادونو ملاتړ له لاسه ورکړي.
پاکستان چې وغواړي امریکې ته ځان نیږدې کړي نو ژر د ترهګرو تاریخ تیری مشر ور په ګوته کړي او هغه یې ووژني بل کوم داسې څه د پاکستان له واکه نه دي پوره چې د امریکا او نړیوالې ټولنې زړه دې لاسته راوړي، پاکستان په ټوله نړۍ کې د یوه شرمیدلي او ترهګر هېواد په توګه پيژندل کیږي،نو پردې اساس پاکستان اوس هغه پاکستان نه دی پاکستان اوس دورخطایي په اخری حد کې دی ځکه خو یې کړنې له احساساتو ډکې دي کله چې دلیل ورک شي نو بیا جذبات پرذهن غلبه کوي نن د پاکستان کړنو ته د سیاسي عینکو له لارې وګورو نو سړی حیرانیږي چې دیوې میاشتې په اوږدو کې پاکستان څوځلې خپل مخ بدل کړی دی او څومره سیاسي سجده سهوې یې کړي دي د بیلګې په توګه یادونه کو.
په پکتیکا کې یې د انګورو اډې ته څېرمه چې کوم تاسیسات جوړ کړي و له هغې څخه تېریدل د تورخم دروازه تړل او پرانستل دپاکستان له مختلفو زندانونو څخه بې ګنا قیدیان خوشې کول یوځل بیا د سولې په خبرو ټینګار د طالب مشر اختر منصور وژل طالبان سولې ته رابلل د سولې څواړخیزه غونډه جوړول له سولې انکار په تورخم باندې جګړه او هند سره د کشمیر په مسله خبرې دا ټول هغه څه بدلونونه دي چې پاکستان د یوې میاشتې یا له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې کړي دي له دې څخه معلومیږي چې پاکستان د ورخطایي په اخري حد ولاړ دی هېڅ پریکړه نه شي کولی چې څه وکړي.له بلې خوا پاکستان په اقتصادي لحاظ هم ورځ تر بلې کمزوری کيږي په سیمه کې چې کوم بدلونونه روان دي پاکستان په کې څنډې ته کيږي په ځانګړی توګه د هندوستان لاس رسی منځنی اسیا ته کولی شي چې د پاکستان سوداګري ته ډیر زیان واړوي او هغه سوداګري چې منځنی اسیا له پاکستان سره کوله هندوستان یې ځای ناستې شي په همدې ډول د افغانستان تکیه په نور هيوادونو د سوداګرۍ له لارې دا هم د پاکستان لپاره لوی زیان دی او که چیرته افغان حکومت د اوبو د کنټرول جدي ونیسي په اوبو د بريښنا بندونه جوړ کړي نو پاکستان به اقتصادي ځان وژنې ته برابر کړي . دا ټول هغه څه دي چې پاکستان یې په کې حک حیران کړی دی . اوس نو لکه اوبو اخیستی انسان زګ ته هم لاس اچوي او هره روا نا روا لار کاره وي تر څو خپلې شومې موخې ته ځان ورسوی او ځان له دې حالته څخه وژغوري .
په سیاسي لحاظ پاکستان په نړیوله کچه هېڅ مخ نه لري پخوا به پاکستان د په سیمه کې د بریدګر هېواد رول لوبولو خو اوس په دفاعي حلت کې دی اوس پاکستان اړ شوی دی، چې خپل سیاسي شخصیت په سیمیزه او په نړیواله کچه ورغوي دې ورستیو بدلونونو د پاکستان سیاسیون راویښ کړي دي په دې ورځو کې د پاکستان حکومت د پاکستانیوسیاسیونوترقوي فشار لاندې دی، له هندوستان سره د افغانستان سیاسي مینې خو یې بیخي خوبونه حرام کړي دي او د ښاغلي مودي بنسټيزو کړنو خو سیاسي انزیوا ته برابر کړی دی.
اوسمهال پر پاکستان رحم نه دی پکار افغان حکومت باید په سوداګرۍ کې له نورو هيوادونو سره لاس یو کړي ، د خپلو اوبو د مهارلو لپاره باید له نړیوالو هيوادنو مرستې وغواړي د اوبو د ویش تړونونه له ټولو ګاونډیو سره ترسره کړي د اضافه اوبو په بدل کې ترې پیسې واخلي هندوستان باید په دې برخه کې له افغان حکومت سره لا ډيره مرسته وکړي سیاسي اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي هندوستان دې ته اړکړو چې د هېواد په نورو سیمو کې هم د بریښنا بندونه جوړکړي په ځانګړې توګه د کابل پرسیند. دا ټول هغه څه دي چې کولی شي پاکستان ناورین لاپسې ډير کړي او لرې نه ده چې موږ په سیمه کې د نوو هيوادونو د رامنځته کیدو شاهدانو شو او پاکستان نوم د نړۍ له نقشې لرې او په نړۍ کې د ترهګر هيواد شتون ونلري
د سوکاله ،اباد او لوی افغانستان په هیله .