په دې وروستیو کې افغانستان ته د پاکستان د نظامي، ملکي او استخباراتي چارواکو تودو سفرونو بیا هم زمونږ ولس او سیاسیون د فکر په ټال زنګولي دي. دوی اندیښنه لري چې یو ځل بیا پاکستانیو چارواکو ولې د کابل پاکستان لاره ګرمه نیولې ده؟ ایا بیا یې هم د افغانستان لپاره په اوړو کې شګه پیدا شوې او که څنګه؟
پاکستان په اوسني وخت کې تر ستختو کورنیو ناامنیو، اقتصادي ځوړ، سیاسي فشارونو او د سیمې او نړۍ په کچه په سیاسي انزوا کې را ښکیل دی. یوازینی هیواد چې پاکستان يې په خپل غیږ کې؛ په افغانستان کې او د افغانستان په مرسته په سیمه کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کلک نیولی دی؛ هغه امریکا ده. امریکا له پخوا د پاکستان سره د ترهګرو په روزلو او مالي ملاتړ کې مرسته کړیده او لا یې هم کوي. ددغې ادعا د ثبوت لپاره د یو بریتانوي ژورنالیست تازه خپور شوي راپور یوه برخه راخلم چې وایې؛ د پاكستان استخبارات د القاعدې ترهګریزې ډلې پر مشر اسامه بن لادن؛ د امريكا له بريده خبر وو. پاکستان اسامه بن لادن ته په ځای ورکولو سره غوښتل، ترڅو د طالبانو او القاعده جنګیالیو پر وړاندې له هغه د فشار د الې په توګه کار واخلي. د پاکستان استخباراتي ادارې امریکا ته د اسامه بن لادن د ځاى ور په ګوته کولو په بدل کې ۲۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.
اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چې پاکستان د امریکا دغې غوښتنې ته چې د اوساما ځای ورته وښایي؛ ولې، د څه لپاره او د کوم امتیاز په بدل کې لبیک ویلی و؟
دغې پوښتنې ته بیا هم هغه امریکاي تحقیقي ژورنالست ځواب وايې چې د ۱۹۷۰ کال راهیسې د امریکا له لوري د شوي ظلمونو، په ویتنام کې د قتل عام، په عراق کې د شکنجو او د امریکا د نورو وحشتونو څخه یې پرده پورته کړې او مستند راپورونه خپاره کړيدي. دغه ژورنالست وایې: «امریکا د القاعدې د ترهګرې ډلې د مشر اسامه بن لادن په بدل کې په افغانستان کې د خلاص مټ آزادانه مداخله منلې وه. ژورنالست زیاتوي چې امریکا د هغه مهال د آي اېس آی مشر شجاع پاشا ته د امریکا د سفر پر مهال ډاډ ورکړ؛ چې د اساما په بدل کې به چې دوي کله له افغانستانه وځي، نو پاکستان ته به په افغانستان کې د مداخلې خلاص لاس ورکوي.«
ددغې مداخلې پایله خو ټول افغان ولس ته په ډاګه ده چې په تیرو دیارلسو کلونو کې پاکستان په افغانستان کې د امریکا په ډاډګیرنه کوم کرغیړن اعمال ترسره کړل؟
پاکستان دیارلس کاله په افغانستان کې د جګړې په اور پطرول وشیندل او په زرهاوو تنه افغانان یې په دغه اور کې وسوځول. پاکستان په افغانستان کې د همدغه بل شوي اور له امله ګڼ زیانونه ولیدل، د همدې اور د ملاتړ له امله یې نړیوالو ته اصلي څهره معلومه شوه، د نړیوالو مرستې پرې زهر شوې، د افغان دولت او نړیوالو له نیوکو او غبرګونونو سره مخامخ شو او بلاخره پایله دا شوه چې دغه اور یې خپلې لمنې ته هم ورسید.
لکه څرنګه چې په دا وروستیو کې د پاکستان له لوري د بل شوي اور لمنه د دوي تر کمیسه ورسیده او اصلیت یې هم ټولې نړۍ ته په ډاګه شو چې پاکستان د ترهګرو روزونکی، ساتونکی او ملاتړ کوونکی هیواد دی نو پاکستان په کور دننه او بهر کې د ځینې ستونزو، ځینې ناخوالو او مجبوریو په کنده کې ځان ولید چې ددې هیواد پوځ، استخبارات، حکومت او د هیواد اقتصاد یې په ملا مات کړي دي. همدا تیره ورځ د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار په ډاګه اعلان کړه چې پاکستان به ډير ژر د نړیوال صندوق څخه د ۵۰۶ میلون ډالرو په ارزښت د پور اخیستلو لومړی برخه ترلاسه کړي. پاکستان همدا راز په ۲۰۱۳ کال کې هم له نړیوال صندوق څخه ۳،۷ میلیار ډالره پور ترلاسه کړی و.
د همدغو او ځینو نورو کورنیو او بهرنیو دلیلونو پر اساس پاکستان د نوې لوبې او د افغانستان لپاره د نوي دام جوړولو په فکر کې شو. پاکستان غواړي چې اوس خپل بدنام او شرمیدلی نوم په افغانستان وتپي. داسې ګنګوسې دي چې آی اېس آی له حکومت غوښتي، چې طالب مشرانو ته افغاني پاسپورتونه ورکړي. ځینو رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپورونه خپاره کړل چې، تېره چهارشنبه ( دغويي ۱۶) کله چې دآی اېس آی مشر رضوان اختر کابل ته راغلې و، نوموړي له ولسمشر غني سره دکتنې پرمهال دنورو غوښتنو سربېره دا هم غوښتي و، چې ۱۷۰ طالب قومندانانو ته، چې اوس دپاکستاني پاسپورټونو پر وسیله خپل سفرونه کوي، افغاني پاسپورټونه وویشي. سرچینه وايي : حکومت پخوا هم ۱۴ طالب قومندانانو ته افغاني پاسپورټونه ورکړي دي، چې په دې برخه کې ځینې یې د قطر د دفتر غړي هم دي.
پاکستان وسله والو طالبانو ته په افغاني پاسپورټونو ورکولو سره غواړي د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ځان سپینه کوتره وښايي او د خپل لاس د ترهګرو کرل شوی تخم او حاصل په افغانانو وتپي.
اوس زما په ګډون ټول افغان ولس ته دا اندېښنه پیدا شویده؛ هسې نه چې ولسمشر غني بیا هم د پاکستان په نرمه، عاجزه او خواره خوله دوکه نشي او ورسره وسله والو طالبانو ته د افغاني پاسپورټ په ورکولو سره پاکستان ته دا ثبوت په لاس ورکړي چې ګویا په افغانستان، پاکستان او سیمه کې افغاني طالبان ترهګریز فعالیتونه کوي او پاکستاني طالبان سپینې کوترې دي.