تاند- د پاکستان کابینې پرېکړه وکړه چې راجستر شوي افغان کډوال د روان ۲۰۱۷ کال د دسمبر تر پایه په دغه هیواد کې پاتې کېدای شي.
پاکستاني رسنیو نن /سې شنبه/ راپور ورکړ چې د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان کابینې د افغان کډوالو په اړه خپله پالیسي تصویب کړه چې پر اساس به یې نور هیڅ افغان بې وېزې پاکستان ته نه پرېښودل کېږي.
په غونډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د راجستر شویو افغان کډوالو د استوګنې موده، چې ټاکل شوې وه د سږ کال په مارچ کې پای ته ورسېږي، د سږ کال د دسمبر تر ۳۱ پوري وغځوي.
د اطلاعاتو او نشریاتو لپاره د پاکستان د دولت وزیرې مریم اورنګزېب د کابینې د پرېکړو په اړه رسنیو ته وویل چې په دې غونډه کې دغه راز فیصله وشوه چې له هند سره د پاکستان د پولې په اوږدو کې دې ۵۰ پناهځایونه جوړ شي څو د هندي او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د شخړې په مهال پولې ته څېرمه کلیوال پکې ځانونه وساتي.