تاند- ډیورند کرښې ته څېرمه د کندهار په ښورابک ولسوالي کې د پاکستان له لوري د ازغن سیم د نصبولو پر سر د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو له پرونۍ جګړې وروسته پاکستان نن د سپین بولدک – چمن ترمنځ د تګ راتګ دروازه بنده کړې ده.

همداراز له دې جګړې وروسته د پاکستان له لوري د ازغن سیم د غځولو کار درول شوی دی.

د پاکستان دا اقدام سبب شوی چې د دوو هیوادونو ترمنځ هرراز سوداګري راکړې ورکړې له دې لارې ودرول شي.

پرون د ښورابک ولسوالي په سروڅاهانو سیمه کې د اغزن سیم د غځولو پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړې ۵ ساعته دوام وکړ او وروسته هم دواړو خواوو پر یو بل د درنو وسلو ګولۍ ویشتې.

تراوسه پورې د جګړې په نتیجه کې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلو په اړه دقیق معلومات نشته.

 د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق نن وویل چې د سور څاهانو د سیمې په پرونۍ جګړه کې لږترلږه ۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.

په کندهار کې امنیتي سرچینې وايي چې د جګړې سیمې ته اضافي ځواکونه استول شوي دي.

د پاکستان له لوري د سوداګري لارو بیا بیا بندېدا سبب شوې چې افغانستان نور سوداګري شریکان ومومي او تر دې هیواد له ایران، چین، او منځنۍ اسیا سره تجاري راکړه ورکړه زیاته کړي.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د صنعت او سوداګرۍ د خونو ريیس زاهد الله شینواری وايي، د لارو بیا بیا بندولو پاکستاني سوداګرو او صنعتکارانو ته زیات زیان اړولی دی.

د ښاغلي شینواري په وینا له افغانستان سره د پاکستان تجارتي راکړه ورکړه، چې په کال کې دوه نیم ملیارد ډالرو ته رسېده، اوس تر یو ملیارد ټیټه شوې ده.

One thought on “پاکستان د سپین بولدک – چمن لاره بنده کړې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *