تاند- د طالبانو د مالیې پخوانی وزیر ملا معتصم اغا جان وايي، د طالبانو د بېلې شوې ډلې مشر ملا اختر محمد رسول اخوند پاکستان نیولی دی.

ملا معتصم اغا جان، چې په کراچۍ کې تر ویشتل کېدو وړاندې د طالبانو د سیاسي چارو مشر و، پاکستانیو رسنیو ته ویلي چې د ملا هیبت الله اخوندزاده د مخالفې ډلې مشري اوس ملا عبدالمنان نیازی په غاړه لري.

د ده په وینا ملا محمد رسول، چې تر څه مودې پخوا پوري یې د ملا منصور او بیا ملا هیبت الله د ډلې پر ضد په

ملا معتصم اغا جان
ملا معتصم اغا جان

افغانستان کې فعالیت کاوه، په پاکستان کې نیول شوی دی.

ده دا هم ویلي چې د طالبانو انشعابي ډله حاضره ده چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

ملا اغا جان ویلي، هڅه کوي چې د ټولو طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې د خبرو لپاره لاره هواره کړي.

له بلې خوا د ملا هیبت الله ډله ادعا کوي چې د ملا رسول یو مرستیال ورسره ملګری شوی دی.

د ملا هیبت الله اخوندزاده ډلې په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې ملا باز محمد، چې د ملا رسول یو له څلورو مرستیالانو څخه دی، د اروزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې له دوی سره یوځای شوی دی.

2 thoughts on “پاکستان د طالبانو د انشعابي ډلې مشر ملا رسول اخوند نیولی”
  1. که سوله واقعي سوله وى خو سمه خبره ده اوکه تجارتي سوله وى نو ګټه ئ ملت ته نه بلكي يو څو اشخاصوته رسيږي نه ملت ته راځي سوله تشريح کړو څرنګه سوله دچا سره سوله چيري سوله او يا سوله که دسولى خبري زما په اند تراوسه هيڅ يو لورى هم واقعي سولي ته نه دى حاضر سوى په خاصه توګه دافغانستان موجوده حکومت تل ده دروازۍ پر ځاى دکلکين له لارى دسولى خبرې کول غواړى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *