تاند- افغان طالبان وايي چې پاکستان د طیب اغا دوه وروڼه، چې پنځه میاشتې پخوا یې نیولي ول، پرون خوشي کړي دي.

طیب اغا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دی خو ویل کېږي چې وروڼه یې وروسته له دې پاکستان ونیول چې نوموړي له قطر څخه پاکستان ته د تلو امر ونه مانه.

طالبانو تېره شپه د کوټې ښار له جېله (محبسه) د یونس اغا او طاهر اغا خوشي کېدا تایید کړه.

د طالبانو مشران او د کورنیو غړي په پاکستان کې اوسي.

یونس اغا د طالبانو د واکمنۍ په مهال د خوست مرستیال والي و. نوموړی پنځه میاشتې پخوا په کراچۍ کې ونیول شو.

د طیب اغا بل ورور، طاهر اغا د مې په لومړۍ نېټه په کوټه کې له خپل کوره نیول شوی و.

پاکستان د طیب اغا د وروڼو د نیولو یا خوشي کولو په اړه څه نه دي ویلي خو ګڼو رسنیو د پاکستان د امنیتي چارواکو له لوري د هغوی نیونه تایید کړې وه او ویلي و چې پاکستان دا کسان ظاهراً په دې خاطر نیولي چې طیب اغا د پاکستان د خوښې خلاف په قطر کې دفتر پرانستی دی.

د چارو ځیني کتونکي وايي چې له پاکستانه دباندې د طالبانو سیاسي فعالیت پر دې ډلې د پاکستان کنټرول کموي له همدې کبله پاکستان موافق نه دی چې طالبان له پاکستانه دباندې دفتر ولري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له فعالیت سره د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سخت مخالفت وکړ او قطر مجبوره شو چې د طالبانو له دفتره لوحه او بیرغ لېري کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *