تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د پاکستان حکومت په کراچۍ ښار کې د پخواني طالب مشر ملا اختر محمدمنصور ټول ملکیتونه ضبط کړل او میلیونونو روپیو په ارزښت د شپږو ملکیتونو د لیلام پریکړه یې وکړه.

 د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ادارې څه موده وړاندې په کراچۍ کې د ملا اختر محمد منصور د ملکیتونو په اړه بشپړ راپور چمتو کړی او هر څه یې ترې د دولت په ولکه کې راوستي وو.

 د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې پلټونکی پلاوي ویلي، وو چې ملا منصور د کراچۍ په ګلشن معمار، کی ډي ای سکیم ۴۵ او صنوبر هایټس کې ۴۴۱ متر مربع ځمکه او ګنو ښارګوټو کې کورونه لري.

 په هغه پسې ګلزار هجري ښارګوټي دهلي مرکنټایل په څېر ګرانبیه سیمو کې هم کورنه او ملکیتونه ثبت وو.

د راپور له مخې د ملا اختر محمد منصور تر څنګ په ګل محمد او عمار یاسر هم د ځمکو او ملکیتونو په تړاو د تورو پیسو د مینځلو او فرېب دوسیې تېرې شوې دي.

 ملا منصور د ځمکو د اخیستو لپاره دوه جعلي شناختي کارډونه هم لرل چې په یو کې یې نوم محمد ولي او په بل کې یې نوم ګل محمد ورکړی و او په دواړو نومونو یې بانکي حسابونه هم درلودل چې په دې منځ کې یې درې میلیونه روپۍ هم لرلې.

 ملا منصور همدا راز په یوه کمپنۍ کې ځان هم بیمه کړی و چې له هغوی سره یې هم ۳۰۰ زره روپۍ ایښې وې او ټول ملکیتونه یې د سل میلیونه روپیو په اندازه حساب شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *