هیبة الله

د افغان طالبانو له خوا د نوي مشر هبت الله اخوندزاده له ټاکلو سره سم د پاکستان ادارې د رسنيو له لارې د جگړې په پلوۍ او له سولې د اوښتو په لور پيغامونه ورکړي دي.

د چارشنبې په ورځ، د مۍ په ٢٥ مه نېټه بالاخر افغان طالبانو ومنله چې د دوى مشر اختر منصور د امريکا په يوه ډرون بريد کې د پاکستان په خاوره کې وژل شوى دى.

له دې خبر سره جوخت طالبانو د خپل نوي مشر نوم هم اعلان کړ.

د مولوي هبت الله اخوندزاده نوم لا پوره نه و  اعلان شوى چې په رسنيو کې پاکستاني کړيو فشارونه او د خپلې خوښې پيغامونه خپاره کړل.

د فېسبوک له لارې له پېښوره داسې يو صوتي پيغام خپور شو چې گواکې د نوي طالب مشر دى.

په دغه اته دقيقه ييز پيغام کې، چې د هبت الله اخوندزاده عکس هم ورسره و، ټولې د سولې پر ضد خبرې شوې وې.

دغه نامعلوم کس د لوى خداى پاک په نامه قسم وخوړ چې سوله به نه کوي.

ده له نور محمد تره کي تر برهان الدين رباني پورې افغان مشران ياد کړل. تر ټولو ډيرې بدې او منفي خبرې يې د ډاکټر نجيب او برهان الدين رباني لپاره وې.

گلبدين حکمتيار يې هم بد بللى چې ولې يې له ولسمشر غني سره سولې ته زړه ښه کړى دى.

تر دې لږ وړاندې په ارگ کې د افغان ولسمشر وياندانو رسنيو ته ويلي و چې پر نوي طآلب مشر  د سولې د خبرو غږ کوي.

داسې ښکارېده چې پاکستان سملاسي غواړي چې طالبان له سولې راوگرځوي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوي ايميل کې روښانه کړه چې هغه کس د طالبانو نوى مشر نه دى او نه يې هم نوي مشر تر اوسه کوم پيغام خپور کړى دى.

د طالبانو له لورې د دې چټک گام سره جوخت پاکستاني ادارې د تبليغ نورې وسيلې پيل کړې.

له بي بي سي سره په مرکه کې رحيم الله يوسفزي وويل چې طالبان به سوله ونه کړي ځکه چې اوس تر بل هر  وخت د ده په گومان پياوړي دي.

رحيم الله يوسفزي د امريکا هغه گواښ هم عادي وباله چې ويل يې له دې وروسته به له سولې بېل طالبان په پاکستان کې په نخښه کوي.

دغه پاکستاني خبريال وويل پاکستان امريکا ته خبردارى ورکړى چې داسې بريدونه ونه کړي نو د ده په وينا به له دې وروسته واشنگټن اسلام اباد خبروي چې داسې بريدونه کوي.

دا په حقيقت کې د اسلام اباد له لوري د افغان طالبانو د غلطولو بله هڅه وه. پاکستان په تېرو لسو کلونو کې په بيا بيا احتجاجونه کړي دي خو امريکا هېڅکله له ډرون حملو لاس نه دى اخيستى.

پاکستان په دې پوهېږي چې که افغان طالبان سولې ته زړه ښه کړي د دوى برلاسي به پرې ختمه شي.

5 thoughts on “پاکستان د طالبانو نوى مشرتابه ډاروي”
  1. ډير څه نه وایم خو دومره وایم چې دوی وایي پاکستان امریکا ته خبرداری ورکړی، که امریکا ورته ووايي چې لاس مو خلاص نو پاکستان به څه وکړي؟ او بله دا چې امریکا خو ورته ۱۵ کاله پخوا لاس مو خلاص ویلي خو پاکستان څه کولی شي. وایي لاس مې په تا نه رسي مړ به دې پلار کړم. پاکستان امریکا ته څه ویلی نشي خو زور یې دافغانانو نه اوباسي. مګر اوس نړۍ او امریکا د پاکستان په منافقت او دوه مخيتوب پوه شوي نو امید شته چې نابود یې کړي.

  2. السلام عليكم!
    په فيسبوک کې یو پیغام چلیږي او هڅه شوې چې هغه د اسلامي امارت د نوي زعیم محترم هبة الله اخندزاده صاحب پيغام وښودل شي، موږ ټولو لوستونکو ته اطلاع ورکوو چې د اسلامي امارت نوی زعیم هبة الله اخندزاده صاحب تراوسه په خپل غږ یا بې له غږه هيڅ کوم پيغام نه دی نشر کړي او نه هم هغه جعلي پيغام د اخندزاده صاحب پورې اړه لري، هیله ده لوستونکي، د خواله رسنیو او آزادو رسنیو کارکونکي او اوریدونکي ورته متوجه ووسي.

    ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

  3. زه عمارتي صېب ته وایم:
    ستاسو جنګ د امریکې او پاکستان په ګټه دی او د مظلوم افغان خصوصاً د پښتنو په تاوان او څلوېښت کاله جنګ پرته له بدبختۍ نورڅه موږ ته نه دي را کړي،نور نو سوله او د ټوپک پرځای د قلم مبارزه وکړئ

  4. حمارتی صاحب ته وایم
    ستاسی جگړه د پاکستان او امریکا لپاره ده
    او که مو د پاکستان او امریکا خلاف یو حرکت وکړ
    بس هر یو به ملامنصور غوندی کېږي

  5. Spo pashan kar darskha akhali aw da spo pa shan mo akher mordarawe. Na sataso morde kam aqlo gayem taso domra napohegay che America stase plar de aw Pakistan stase mor stase pa jahad ke za da gheen wowaham

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *