تاند- راپورونه وايي چې پاکستان د طالبانو پخوانی مرستیال ملا برادر له محبس څخه خوشي کړی دی.
د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې نن /دوشنبه/ لیکلي باوري سرچینو ورته ویلي چې ملا برادر د قطر د حکومت په غوښتنه له جېله خوشي شوی دی.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، په وروستیو کې د قطر یوه جګپوړي پلاوي له پاکستاني مشرانو سره په اسلام اباد کې وکتل.
ملا برادر په ۲۰۱۰ میلادي کال په کراچۍ ښار کې ظاهراً په دې خاطر ونیول شو چې غوښتل یې د پاکستان له اجازې پرته د افغانستان له حکومت سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

څو کاله پخوا هم د ملابرادر د خوشي کېدو خبرونه خپاره شوي وو.
پاکستاني چارواکو هم ویلي وو چې ملا برادر یې خوشي کړی او غواړي چې په پاکستان کې واوسي.
له هماغه وخته تراوسه پورې ډېرو افغانانو هم فکر کاوه چې ملابرادر خوشي شوی او په خپله خوښه په راولپنډۍ کې اوسي.