سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان نوی حکومت له امریکا، افغانستان او هند سره د تماسونو په لټه کې دی څو له هغوی سره خپلې ترینګلې اړیکې ښې کړي.

یوه اوونۍ وروسته له دې چې واشنګټن او اسلام اباد په لوړه کچه د امنیتي خبرو د بیا پیلولو پلان اعلان کړ، د پاکستان د بهرنۍ پالیسي مشر سرتاج عزیز وویل، اسلام اباد په افغانستان کې د هند د نورې پانګونې هرکلی وکړ.

پر پاکستان له ډېرو کلونو راهیسي دا تور پوري کېږي چې په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي په هدف د دغه هیواد د دیپلوماسۍ او پانګونې د مخنیوي هلې ځلې کوي.

په هند کې یو شمېر چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ وروستۍ حمله په پاکستان کې طراحي شوې وه.

خو د پاکستان د ملي امنیت او د نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز امریکا ږغ ته وویل، اسلام اباد په افغانستان کې د هند د هڅو هرکلی کوي ځکه چې د متحد او باثباته افغانستان له تضمینېدو سره مرسته کوي.

ده زیاته کړه:«په تېرو وختونو کې د افغانستان د بیخ بینا د بیارغونې او د ځینو روزنیزو پروګرامونو لپاره د هند مرستې مهمې وې او هیله ده چې دوی (هند) به دې مرستو ته دوام ورکړي.»

د یوه پاکستاني چارواکي له لوري په افغانستان کې د هند د هلوځلو په اړه دا څرګندونې نه صرف نادرې بلکې بې سارې دي.

پاکستاني چارواکو په ځینو مواردو کې په ښکاره په افغانستان کې د هند پر نفوذ نیوکې کړي او هغه یې خپل ملي امنیت ته خطرناکې بللې دي.

همداراز د متحد افغانستان یادونه پاکستاني چارواکي وروسته له دې زیاته کوي چې افغانستان پر قومونو د وېشلو په اړه د پاکستان پلان افشا شو. پاکستاني چارواکو امریکایانو ته وړاندیز کړی و چې د افغانستان جنوبي او ختیځ ولایتونه دې طالبانو  ته وسپارل شي او په شمال، مرکز او ختیځ کې دې جلا حکومتي سیستمونه واکمن شي. پاکستاني چارواکو استدلال کړی چې د جنوب او ختیځ اوسېدونکي، د طالبانو په شان پښتانه دي او هغوی ټول د طالبانو په شان سخت ګیره شرعي قوانین غواړي خو د شمال او ختیځ خلک ازاد فکر لري او د داسي ازادو سیستمونو غوښتونکي دي چې ښځې پکې هم درس ویلی شي او هم په ټولنه کې ازاد فعالیت کولی شي.

د سولې خبرو ته هیله

سرتاج عزیز وویل چې پاکستان او د امریکا متحدو ایالتونو موافقه کړې چې په افغانستان کې دې د سولې بهیر د بهرنیانو له مداخلې پرته د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي.

ده په عین حال کې وویل:«د بېلابېلو افغان ډلو، په تېره بیا د سولې د عالي شورا، طالبانو او نورو نفوذ لرونکو خواوو لپاره مهمه دا ده چې له یو بل سره خبرې وکړي، ډېره مهمه نه ده چې دوی په دوحه کې ږغېږي یا دوبۍ، استانبول او یا هم په کوم بل ځای کې. د دوحې له بهیره په حقیقت کې ناسمه انتباه واخیستل شوه، پکار وه چې د پخلاینې بهیر دوام کړی وای، زموږ هیله اوس هم دا ده خو لکه څرنګه چې څرګنده ده افغانستان راتلونکی کال انتخاباتو ته تیاري نیسي او داسي ښکاري چې په انتخاباتي فعالیتونو کې به ځیني خنډونه او ځیني تغییرات پېښ کړي. خو فکر کوم چې په وروستیو څو اوونیو کې له طالبانو سره ځیني تماسونه نیول شوي او اجازه راکړئ چې د هغو دوام ته هیله ولرو.»

طالبان کرزی نه مني

سرتاج عزیز وویل چې د پخلاینې په بهیر کې تر ټولو لوی خنډ دا دی چې طالبان ولسمشر کرزی او د ده تر مشرۍ لاندې په اساسي قانون کې رامنځته شوي تغییرات نه مني.

ده وویل پکار ده چې ټولې خواوې له نرمښت (انعطاف) څخه کار واخلي.«طالبان وايي چې دا حکومت، دا قانون د بهرنیو ځواکونو له لوري تحمیل شوی او هغه ولسي قانون نه دی. خو زه فکر کوم چې اکثره(طالبانو) درک کړې چې کله دوی په خبرو کې ګډون وکړ، هغه مهال به د ضرورت په صورت کې بدلون راوستل شي. ځیني یاغي ډلې شته چې غواړي خبرې وکړي، بې له شکه نورې پر خبرواترو باور نه لري.»

له ښاغلي عزیز سره د امریکا ږغ د انګلیسي څانګې بشپړه مرکه د تاند په انګلیسي برخه کې لوستلی شئ.

http://www.english.taand.com

2 thoughts on “پاکستان د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د هند د مرستو ملاتړ وکړ”
  1. د دې معنی دا ده چې طالب پخپله نه خوله لري او نه په خبرو پوهېږي او د پنجاب یو حکومتي چارواکی هم د هغوی د خولې خبره کوي او هم یې د زړه. څه بدبخته او بدمرغه قوم یو چې د اسلام او طالب تر نامه لاندې د پنجابیانو له خوا هم وهل کیږو هم رټل کیږو او هم در
    په در او د علم او پوهې له بهیر څخه شا ته پاتې شوو او پاتې کېږو.
    دا وګړی په وجود څومره غني دی
    خو په برخه جوارګر دی تاواني دی
    تار تار پروت دی چا راټول نه کړ سایله
    دا پښتون ولس ګریوان د لېوني دی

  2. باید ملاتړ یې وکړی که نه نو په جلال اباد کې د هند په قونصلګری د حملی حساب خو به هسی هم په نږدی راتلونکی کی خامخه ورکوی. که طالبان یی نه منی پروه نکوی د هغوی مجازی خدای (پاکستان) خو یې مننه کنه، هغه هم په زور نه په رضا! لمر په ګوته نه پټی ګې؟؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *