تاند، شنبه، د اسد ۵مه: د پاکستان د تحقیقاتو فډرالي ادارې کراچۍ ښار کې د ملا اختر محمد منصور اړوند بانکي حسابونه او جایدادونه ټول کنګل او ضبط کړي دي.

دغې ادارې په کراچۍ کې د ملا اختر منصور په نوم ۶ نومرې ځمکه او دوه بانکي حسابونه کشف او ضبط کړي دي چې د ځمکې دغه نومرې ګلشن مایار او میلاد شهید واټونو سره پرتې وې.

دغه راز د هغه د بانکي حسابونو د بندېدو خبر هم راغلی، خو نه دي ویل شوي چې د ملا اختر محمد منصور په بانکي حسابونو کې څومره پيسې وې؟

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، ملا منصور هیڅ سوداګریزه راکړه ورکړه نه لرله، نه یې ځمکې درلودې او یې په ملکیت کې څه وو.

ملا اختر محمد منصور د ملا عمر  د مړینې د خبر تر نشر وروسته طالبانو رسما خپل مشر اعلان کړ چې یو کال به یې لا تېر نه وو چې له ایرانه پاکستان ته ننوتی و او امریکايي ډرون الوتکې په نښه کړ.

ویل کېږي چې اختر محمد منصور د پاکستان په بدل نوم شناختي کارډ او پاسپورټ درلود او هر ډول اسانتیاوې ورته برابرې کړای شوې وې.

2 thoughts on “پاکستان د ملا اختر محمد منصور ځمکې او بانکي حسابونه قبضه کړل”
  1. داسی ښکاری چی عمران خان هم پر طالب باندی د فشار راوړلو د پروژی پر غوټی باندی فشار راوړی او د طالب د غوږونو د یرغمل د پروژی د فعالیت زیری ئی هغوی یعنی طالب او افغان حکومت او امریکی ته ور رسولی دی البته دا د مسئلی ظاهری بڼه ده دا چی ددی پروژی شاته نور څه اهداف نغښتی دی یا په بله ژبه د پاکستان د پلندر راتلونکی نقشه کومه ده فعلاً څوک زیاد نه پوهیږی
    ممکن د طالب نور ژوندی رهبران هم دا ډول پټی او ښکاره پانګی ولری او پاکستان د ملا منصور د پانګو د افشاء څخه هدف د طالب رهبرانو ته یو اخطار وی

  2. وړو ټالبانو اوس خو به مو لږ څه سر خلاص شوی وي ؟ او بله خبره دا چې ستاسو تحریک په 1373 شاوخوا کې را پورته شو. تاسې او خدای له ځان سره محاسبه وکړئ چې د افغانستان ملت ته مو تاوان څومره رسولی او ګټه مو څومره رسولې ده، څومره ملي پروژې مو پرمخ بېولې دي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *