تاند- پاکستان نن وویل چې د افغان طالبانو د وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور مړی یې د ده د کورنۍ غړیو ته وسپاره.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان په یوه خبرپاڼه کې، چې نن /سې شنبه/ ماسپښین مهال خبره شوه، ویلي، وروسته له دې چې د منصور د جسد ډي این اې معاینه وشوه او څرګنده شوه چې د طالبانو مشر اختر محمد منصور دی، د نوموړي مړی یې خپلو وارثانو ته وسپاره.

چودري نثار علي خان نه دي ویلي چې د منصور وارثان څوک وو او چیري یې د ده مړی ورسپارلی دی.

منصور د مې په ۲۱مه د بلوچستان ایالت په نوشکي سیمه کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو له لوري ووژل شو.

ادعا کېږي چې منصور له ایران څخه کوټې ته روان و چې د سپرلۍ موټر یې وویشتل شو.

امریکايي رسنیو ویلي چې امریکانو ته حتي د منصور د موبایل د سیم کارت نمبر هم معلوم شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *