طالبانو تراوسه پوري رسماً د خپل مشر وژل کېدا نه تایید کړې او نه یې رد کړې ده خو د کوټې شورا څو غړیو منلې چې منصور وژل شوی او ټېلفوني تماسونو ته نور ځواب نه وايي.

تاند- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، تېر کال د جولای په اوومه په مري کې د افغان طالبانو او حکومت استازي په خپلو خبرو کې دې ته حاضر شوي ول چې کابل دې له جګړې پاکه سیمه وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان دا خبره د بلوچستان ایالت نوشکي سیمې ته نژدې د بې پېلوټه الوتکو له لوري د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژلو ته په اشارې وکړه.

ده وویل، د افغانستان د حکومت او طالبانو د لومړنیو مخامخ خبرو په مهال ملا اختر محمد منصور د طالبانو مشر و.

Mansourد پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه«وايي چې منصور د دې لپاره وویشتل شو چې د سولې د لارې خنډ و. ایا هېره مو ده کله چې د افغانستان حکومت او طالبانو د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې، ملا منصور د طالبانو مشر و، د ده په امر د مري خبرې وشوې.»

د امریکا ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اختر محمد منصور یې د دې لپاره په نښه کړ چې د سولې د خبرو مخالف و.

چودري نثار علي خان د امریکا د بې پېلوټه الوتکو پر برید د نیوکې ترڅنګ وویل، امریکا باید دا پرېکړه وکړي چې په دې سیمه کې څه ډول پالیسي نتیجه ورکوي او کومې پالیسۍ ته دوام ورکوي.

ده زیاته کړه«که مسله له پوځي لارې حل کېدای، له ۲۰۰۱ وروسته به حل شوې وای.»

په وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز هم امریکا او نړیوالې ټولنې ته د پېغور په توګه ویلي و چې دوی په افغانستان کې له یولکو ۶۰ زره پوځیانو سره سره طالبان مات نه کړای شول، ولي له پاکستانه غواړي چې طالبان په زوره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، دې ته له پامه پرته چې د بې پېلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی کس څوک دی، دا برید د پاکستان د مځکنۍ بشپړتیا سرغړونه وه او د پاکستان حکومت یې په کلکه غندي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د امریکا سفیر احضار کړ او د حملې په خاطر یې د خپل هیواد احتجاج ورواوراوه.

چودري نثار علي خان وايي چې پاکستان به له لندنه د صدراعظم نوازشریف له بېرته راتګه وروسته خپل جدي عکس العمل وښيي او د دې مسلې لپاره به د پاکستان د ملي امنیت شورا غونډه جوړه کړي.

(د منصور د مړي عکس د پاکستان دنیا تلویزیون خپور کړی. دا چې دا عکس په رښتیا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی منصور دی او که نه دی، تاند یې تاییدولی نه شي)

2 thoughts on “پاکستان: د منصور په امر طالبان د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرو ته کښېناستل”
  1. پاکستانیانو هیر کړی دی چه اوس دنیا ددوی په دوه مخی پالیسی پوه شوی ده او د پاکستان او د طالبانو د ذوال ورزی نژدی دي.
    اوس هغه کرزی نه دی چه د فاسدو پر منځ کی پروت وو او تاسی ته به یی زاری ګانی کول. اوس غنی جدی اقدام کوي او واضح مسیج هم تاسی ته درکوی او هم امریکایانو ته د ستاسی د دوه مخی سیاست په هکله وایی. غنی ستاسی خارجی پالیسی د چلیج سره مخ کړی ده.

    اوس که هر سوک د طالب مشری کوی خود کشی ده. د طالب د مشر عمر نور لنډ دی د میاشتو نه اوړي.
    وایی چه سل د ومری خو د سلو سردار د نه مري او د طالبانو سرداران به ټول مري په شمول د پنجابیانو.،

  2. دا چه د پاکستان له خاوری نه یی مذاکره کوله که ښه وو او که بد ښه شو چه مړ شو او بل داچه غلام تصمیم نیونکی نه وی دا چه طالبان مذاکری ته حاضر شول دا هم د پاکستان کار وو ملا منصور هیڅکاره هم نه وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *