تاند- په پاکستان کې د افغان مهاجرو کمیشنر ډاکتر عمران زېب وايي، له لوی اختره وروسته به هره میاشت ۲ لکه ۴۰ زره افغانان خپل هیواد ته استول کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، زېب د جمعې په ورځ وویل«د دسمبر ۳۱ مه نېټه د یو نیم ملیون افغان مهاجرو د بېرته ستنېدو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.»

ده همداراز وویل چې تېره میاشت له پاکستانه ۱۲۴ زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته تللي دي.

د عالم زېب په وینا د بېرته ستنو شویو افغانانو اکثریت د غیر قانوني یا ناراجستر شويو کډوالو دی.

په پاکستان کې د کډوالو د چارو کمیشنر وايي«د جولای او اګست په میاشتو کې تر ۹۰ زره زیات راجستر شوي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي. د هغوی له منځه ۷۰ زره په خیبر پښتونخوا کې اوسېدل نور له پنجاب او سیند څخه افغانستان ته بېرته تللي دي.»

ډاکتر زېب زیاته کړه، له رسمي اټکلونو سره سم به له لوی اختره وروسته د ورځې ۸ زره افغانان خپل هیواد ته ستنېږي خو اوس د ورځې له ۳ زره تر ۳ نیم زره خپل هیواد ته ګرځي.

ده په عین حال کې ومنله چې ممکن د روان کال تر پایه ټول ۲ نیم ملیون راجستر شوي او ناراجستر شوي کډوال بېرته ستانه کړای شي.

کمینشر وویل که څه هم د دسمبر۳۱ مه په پاکستان کې د افغان کډوالو د هستوګنې وروستۍ نېټه ټاکل شوې خو په دې موضوع به یو کنفرانس جوړ کړي چې ټول وضعیت له سره وڅېړي.

ډاکتر زېب وايي، فکر کوي چې حکومت باید پر ټاکلي ضرب الاجل بیا کتنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *