تاند- پاکستان له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په درشل کې په خپله خاوره کې پر افغان کډوالو فشار زیات کړی اود هغوی پرضد یې اقدامات سخت کړي دي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستاني چارواکي وېره لري چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به په دغه ګاونډي هیواد کې کورنۍ جګړه ونښلي او یو ځل بیا به ډېر شمېر افغانان د پاکستان لور ته مخه کړي.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر، چې تر یو کال پخوا پوري نژدې یو لک تنو ته رسېده، اوس شاوخوا دېرش زره دی.
د افغان کډوالو لپاره د پاکستان د حکومت کمیشنر محمد عباس خان ویلي:«زموږ باور دی چې افغانانو سر له اوسه پاکستان ته مخه کړې، اوس زموږ خپل حالات هم ښه نه دي ځکه نه غواړو چې نور افغانان هم راشي.»
عباس خان همداراز ویلي چې پاکستان به له خورا سختو او بیړنیو حالاتو پرته په هیڅ صورت نور افغانان ونه مني.
ده وویل چې پاکستان په پوله کې بایومیټرک سیستم تنظیم کړی څو د نویو افغان کډوالو د راتګ مخه ونیول شي.
پاکستاني چارواکي وايي چې دغه هیواد ته د ورغلیو نویو افغان کډوالو د شمېر په اړه معلومات نه لري خو په ډېرو سیمو کې شکایت وررسېدلی چې افغانان ورروان دي.
د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د دې لپاره چې دې صوبې ته د افغان کډوالو د ورتګ مخه ونیسي داسي پالیسي جوړه کړې چې پر اساس یې افغان کډوال په اسانه کور کرایه کولی نه شي او نوي کمپونه نه شي جوړولی. همداراز د کراچۍ پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو کمپاین پیل کړی دی.
د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې د پاکستان حکومت غواړي چې په دغه هیواد کې غیرقانوني مېشت افغان کډوال خپل هیواد ته لاړ شي.
سرتاج عزیز ویلي چې افغان کډوال د پاکستان پر کمزوري اقتصاد یو اضافي پېټی دی او له بلې خوا د دوی په موجودیت کې په پاکستان کې سخت دریځي وده کوي.
Test
پاكستان خپل پروپاگند پيل كرى په عسكرى نظام كى دى ته د دشمن پنحًم ستون وايي خو پاكستان خپله بقا په بحران كى وينى اوس دانخسه هم له مينحًه تللى په خپله دبحران قربانى ده دا سياست نو بقا نه لرى.
همیش د پاکستان پالیسی دا ده چی له یوی خوا مو زمکید په کیلو مترو اشغالوی او ودانی پکی جوروی له بلی ددی لپاره چی د خلکو پام واروی په مهاجرو سختی شروع کری او د تجارانو مالونه او پوله بنده کری ، نوی د جنگ ترتیب او نوی خلک د جنگ لپاره را واستوی او کونر یو سل راکته وولی ، په افغانستان کی هم بعضی پدی فساد او د مور خرسولو کی شکیل دی .
ولله چی تول ددنیا مخلوق شه پوه دی چی غوا توره او شیدی یی سپینی مگر داچی نن تول مخلوق افغانانو ته یوه خوا دی دا نو بیا جدا خبر ده .
همیش د پاکستان پالیسی ده چی له یوی خوا مو زمکید په کیلو مترو اشغالوی او ودانی پکی جوروی له بلی ددی لپاره چی د خلکو پام واروی په مهاجرو سختی شروع کری او د تجارانو مالونه او پوله بنده کری ، نوی د جنگ ترتیب او نوی خلک د جنگ لپاره را واستوی او کونر یو سل راکته وولی ، په افغانستان کی هم بعضی پدی فساد او د مور خرسولو کی شکیل دی .
ولله چی تول ددنیا مخلوق شه پوه دی چی غوا توره او شیدی یی سپینی مگر داچی نن تول مخلوق افغانانو ته یوه خوا دی دا نو بیا جدا خبر ده .
پاکستان دی نور دا بیځایه ماغزه نه خوری افغانان به ځانونه پخپل هیواد کی قربان کړی خو بیا به د پاکستان بیغرته هیواد هیڅکله هم مهاجر نشی او نه به افغانان بیا د پاکستان او د هغوی مزدورانو ته اجازه ورکوی چی افغانستان یو وار بیا ددوی ښکار شی
ټینګ شه فکستانه!!!!!
د دهلی تخت هیرومه چی رایاد شی
ماته د خپلی پښتونخوا د غرو سرونه
پردی کټ تر نیمو شپو وی. مرګ او ژوند د الله په لاس کی دی. افغانان نور له جنګه نه بیریږی او خپل وطن له هرچا ورته بهترین دی. آی اس آی تبلیغ کوی چی ګویا په راتلونکی دولت اعتبار نشته او که خارجیان له افغانستانه ووځی افغانان به ټول مهاجر شی. دوی د روسانو د وتلو په وخت کی هم همداسی ویل خو د هغه وخت رژیم که څه هم یواځی د یوه ګوند له خوا حمایت کیده تر پنځو کلونو دوام وکړ . اوس کورنۍ او بین المللی اوضاع بل ډول ده او یواځی یوه ډله د افغانستان او حکومت ضد پاتی ده نور ټول د خپل هیواد او خلکو ترمنځ ولاړ دی انشا الله د دهر کورنی او بهرنی غلیم مخ به تور وی.
سلام علیکم! پاکستان، پاکستان، پاکستان ټولو په پاکستان پسې راخیستی ده، هو پاکستان دښمن دی خو ایران تر هغه لوی او خطرناک دی. ولی موږ ېواځې پاکستان نپریږدو؟؟ او ولی هیڅ ورته ویلې نشو کله چه راکټونه راشړی؟؟ ولی ایران پسې څه نوایو؟؟؟ ولې دومره بې غیرته شوو چه په کور کی غله ته غل نشو ویلی ، او د عبدلی د نوم او نښان دښمنان می په وطن سلتنتونه کوی او دمورکوسی کوی…..ووټ اچوی په زور،وطن خرڅوی نه بلکه په وړیا ېی ورکوی خو په تا یې پیرزو ندی، ستا نوم او نښان سپکوی، افغانیت نمنی او ته لا هم تمه ترې کوی ؟؟؟؟
راځی چه ېو کیږو ګنی وروکیږو