تاند- (د سنبلې ۵) پاکستان په دې خاطر چې هندوستان او په ځانګړي ډول افغانستان ته اقتصادي ګوزار ورکړي، غواړي چې د افغانستان او هند ترمنځ خپل هوايي قلمرو د الوتکو د تګ راتګ پر مخ بشپړ بند کړي.
دا خبره ګڼو پاکستاني رسنیو نن (سې شنبه) د خپل هیواد د ساینس او ټکنالوژۍ د وزیر فواد چودري په قول وکړه.
د (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور له مخې، فواد چودري وویل، صدراعظم عمران خان په دې غور کوي چې د پاکستان هوايي حریم د هند او افغانستان ترمنځ د الوتکو د تګ راتګ لپاره منع اعلان کړي.
څرګنده نه ده چې پاکستان په خپل هوايي قلمرو کې د دواړو هیوادونو الوتکې منع کوي او که یوازې هندي الوتکې نه پرېږدي.
د پاکستان د ساینس او ټکنالوژۍ وزیر په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي«صدراعظم پر هند د خپل هوايي قلمرو په پوره بندولو غور کوي، دغه راز د کابینې په غونډه کې د پاکستان د خاورې له لارې افغانستان ته د هند پر صادراتو د بندیز وړاندیز شوی او د دغو پرېکړو پر قانوني اجرااتو غور روان دی…..»
پاکستان د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې هم خپل هوايي قلمرو د افغانستان او هندوستان ترمنځ پر ټولو الوتنو وروسته له دې منع کړ چې هند پر پاکستاني کشمیر بمباري وکړه.
د دې مسیر د بندېدو له کبله افغانستان په لسګونه ملیون ډالر زیان وکړ.
د پاکستان کوم کار سم دی.