پاکستان د خپل جوړښت په تاریخ کې پښتون ځپلی، پښتون یې کارولی او د پښتون په وینه یې پنجاب او سند اباد ساتلي دي.

دا کومه پټه خبره نه ده او نه د پاکستان تاریخ دومره اوږد دی چې سړی دې ورته تم شي، پاکستان د خپلو ګټو لپاره د پښتنو سیمې کارولي او پښتون یې د پاینده باد پاکستان تر شعار لاندې هم وژلی او هم یې پرې ځان ساتلی دی.

پاکستان ولې پښتانه رشد ته نه پریږدي

پاکستانی ریاست چې د پنجابي اتباعو څخه تشکیل شوی او د تېرو څو لسیزو راهسې پکې پنجاب حکومت کوي، پښتون ته د دښمن په سترګه ګوري او په دې باوري دی چې که دا خلک و نه ځپل شي، یوه ورځ ورته سرخوږی جوړولی شي.

پنجاب په تېرو څو لسیزو کې د په پښتنو د ظلم تر څنګ دا فکر هم درلود چې یوه ورځ به دا ستر قوم د حقونو او حساب کتاب لپاره راپورته کیږي، خو د دې کار لپاره د پاکستان څارګرې ادارې ځانګړی ریاست درلود چې د سر سړی یې ووژني او پرینږدي چې پښتون دې کله هم له پنجاب حساب وغواړي او یا دې د حقونو غوښتنه وکړي.

پنجاب په تېرو دوه لسیزو کې له یوې خوا د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ مرکزونه جوړ کړل او په دې مرکزونو کې یې د هند او افغانستان د جګړې لپاره سخت دریځي وروزل او له بلې خوا یې په همدې سیمو کې د امریکا د خوشحالولو لپاره په یو او بل نوم عملیات ډیزان کړل او پښتانه یې یا امریکا ته وسپارل، یا یې ووژل او یا یې بندیان کړل.

د مالوماتو په اساس، په تېرو شل کلونو کې د ترهګرۍ په تور شپیته زره پښتانه نادرکه دي، په همدومره شمېره کې ښکاره هدفي وژل شوي دي، دا شمېره پښتانه نه ترهګر و، نه سخت دریځي و او نه یې له چا سره ښه بده درلوده، خو لویه ګناه یې دا وه چې پښتون و.

پښتانه له ډیر ظلم راپورته شوي

د پاکستان پوځ په قبایلي او نورو پښتون میشتو سیمو کې د ترهګرۍ مرکزونه د همدې لپاره جوړ کړل چې له یوې خوا به له دې درکه عواید لاس ته راوړي او له بلې خوا چې هر کله تر فشار لاندې راځي، پښتانه به په زندانونو کې اچوي او یا به یې امریکا ته سپاري، په دې سره به نړیوالو ته ښيي چې پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه کوي.

دا به مبالغه نه وي چې ووایو، د هر پښتون له کورنۍ څخه یو کس ورک دی، یا وژل شوی او یا د زنداني دی، د پاکستان پوځ د دې تر څنګ چې پښتانه یې په ترهګرۍ تورن کړي د پښتون له هر کور څخه یې ماشومان تښتولي او بیا یې د ځانمرګو لپاره روزلي او نورو هېوادونو ته یې لیږلي دي.

دا کومه پټه پنا خبره نه ده، تاسو د په خیبر پښتونخوا او پاکستان کې د پښتنو جلسې وګورئ چې هرې مور او هر ماشوم سره یې د کورنۍ د یو او دوه غړو عکسونه دي چې د پاکستان پوځ تری تم کړي دي.

پاکستان دا کار د پنجاب د سیاستونو او پنجاب د ساتلو لپاره کړی دی، په پښتون چې هر ټکه رالویدلې دا د پنجاب د ډیزاین شویو سیاستونو پایله ده او پنجاب له دې درکه اباد شوی دی.

د پښتون میشتو سیمو عواید پنجاب خوري

پنجاب او سند د دې لپاره هم پښتنو کې د سر سړی نه پریږدي چې پنجاب د خیبر پښتونخوا او بلوچستان عوایدو باندې سند او پنجاب کې ښوونځی، پوهنتونونه او سړکونه جوړ کړل، خو پښتون لا هم د ښوونځي لپاره ودانۍاو استاد نه لري، پښتون لاهم په خامه سړک مزل کوي، پښتون لا هم د لاټین رڼا ته ناست دی.

په خیبر پښتونخوا کې د کالا باغ او توربیلې برښنا بندونو نومونه به مو اوریدلي وي چې د کابل په سیند جوړ شوي دي، په دې برشنا بندونو باندې د پښتون ځمکې او کورونه ویجاړ شوي، د دې بندونو اوبه هر کله چې مستې کوي، د پښتون په خونه ورځي، خو د پښتون کور یې نه دی رڼا کړی او له خیبر پښتونخوا دا برښنا سند او پنجاب رڼا کوي.

د سند او پنجاب ټولې فابریکې د کالاباغ او توربلې په ډیمونو باندې چلیږي، پښتون له دې ځایه ځي په پنجاب او سند کې له پنجابي سره په فابریکه کې مزدور دی، خو خپله سیمه کې یې دومره برشنا نشته چې موبایل پرې چارج کړي.

د سند او پنجاب په سړکونو او پارکونو کې څلرویشت ساعته برښنا وي، خو د پښتون خونه ړنګه ده او کلونه وشول چې د برشنا له نعمت څخه بې برخې دي، د پښتون په کور باندې یواځې د برښنا پایه لګیدلې، خو برښنا نه لري او دا هر څه یې د دې لپاره زغملي و چې د پنجاب له ظلم په امان شي.

د سند او پنجاب په هر کور کې چې اوبه جوش کیږي او ترکاري پخیږي، د بلوچستان ګاز دی، خو خپله بلوچان اوبه او ترکاري په خسو خشاکو باندې پخوي، سند او پنجاب له دې درکه زیات عواید په لاس راوړي او د پنجابیانو لپاره یې ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي، خو د پښتنو او بلوچو ورځ بده ده.

پنجاب د ځان لپاره ښوونځي، پوهنتونونه، فابریکې او نورې اسانتیاوې جوړې کړي، خو پښتون ته یې ترهګري جوړه کړې، کله یې تر یو شعار او کله تر بل شعار لاندې په هند او افغانستان کې جګړې ته هڅولي او بیا چې کله پاکستاني ریاست تر فشار لاندې راغلی، بیا یې همدا پښتانه قرباني کړي، یا یې بندیان کړي او یا امریکایانو ته په لاس ورکړي.

نو پښتون اوس هم ډیره حوصله کړې او تر دې نوره حوصله په ځان، قوم او اولاد باندې ظلم او خیانت دی چې چوپ پاتې شي.

پښتون چې اوس راویښ شوی، تر هغې دې نه ویده کیږي، تر څو یې چې له پنجاب سره حساب نه وي کړی، که پښتانه دا ځل ویده شول، بیا راويښیدل به یې سخت وي او د پنجاب ظلمونه به پرې څو چنده زیات شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *