تاند- د پیسو د نړیوالې بسپنې (صندوق) چارواکي وايي چې پاکستان د ملیاردونو ډالرو پور غوښتنلیک ورسپارلی دی.

عمران خان تر صدراعظم کېدو مخکې ویلي و چې له هیڅ مالي ادارې څخه به د پور خواست ونه کړي.

د پاکستان جیو تلویزیون نن /یکشنبه/ راپور ورکړ، د پیسو نړیواله بسپنه وايي چې پاکستان ورڅخه د ۱۵ ملیارد ډالره پور غوښتنه کړې ده.

د پیسو نړیوالې بسپنې (IMF) ویلي چې پاکستان ته په یو لړ سختو شرایطو پور ورکوي او دا په پاکستان پورې تړلې چې دا شرطونه مني او که یې نه مني.

د پیسو د نړیوالې بسپنې چارواکي وايي چې له ۲۰۱۷ څخه تراوسه پورې د پاکستانۍ روپیو ارزښت په سلو کې ۲۷ ټیټ شوی او دا د پاکستاني روپیو حقیقي ارزښت دی او باید همداسې وای.

له بلې خوا د پاکستان حکومت د پیسو د نړیوالې بسپنې د چارواکو څرګندونې تاییدوي، وايي چې له اوسنیو سختو اقتصادي ستونزو د هیواد د ایستلو لپاره یې په عاجل ‌ډول ۹ ملیارد ډالره پور ته اړتیا ده.

د پاکستان د خزانې (مالیې) وزیر وايي چې د پیسو د نړیوالې بسپنې پور به مرسته وکړي چې د پاکستان د بېوزله او کم عایده خلکو اقتصادي ستونزې لږې شي.

د پاکستان د حکومت سیاسي مخالفان وايی چې باید حکومت د پورونو اندازه زیاته نه کړي ځکه چې که هر څومره پور زیاتېږي، په هماغه اندازه د پاکستان اقتصادي ستونزې ډېرېږي.

عمران خان د صدراعظمۍ پر چوکۍ تر کښېناستو وروسته د پور له اخیستو سره د مخالفت ترڅنګ ویلي و چې د پاکستان د پورونو د یوې ورځې سود ۵۰ ملیون ډالره دی.

په وروستیو ورځو کې د ډالر په وړاندې د پاکستاني روپیو ارزښت په سلو کې ۱۵ ټیټ شو.

که د پور په اړه پاکستان د پیسو له نړیوالې بسپنې یا آی ایم ایف سره موافقې ته ورسېږي، احتمال شته چې د پاکستاني روپیو ارزښت د یوې مودې لپاره یو څه لوړ شي.

د پاکستاني روپیو بې ثباتي ډېرو هغو افغانانو ته سخت تاوان اړولی چې په پاکستاني روپیو راکړه ورکړه کوي.

One thought on “پاکستان د پیسو له نړیوالې بسپنې ۱۵ ملیارد ډالره پور غوښتی”
  1. راشه پاکستانه واخله پيسي غواړي پور غواړي په دغو پيسو به ډيري بوشکيي توليدد کړي ډيرو افغانانو وينې تويدني به سبب شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *