تاند، پنجشنبه، د حمل ۲مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د سپین بولدک چمن او د تورخم دروازه به د دریو ورځو لپاره د تجارتي اموالو د لېږد پخاطر پرانیزي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي وايي، دا دروازې به په اوونۍ کې درې ورځې د سوداګریزو مالونو د انتقال لپاره پرانیستې وي.
نوموړې پر خپل ټویټر وضاحت ورکړی چې دروازې به د جمعې، دوشنبې او چهارشنبې په ورځې د اپریل له لسمې نېټې څخه پرانیستې وي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي او په پاکستان د کې د افغانستن سفیر عاطف مشعل د پاکستان د دغه اقدام هرکلی کړی دی.
ښاغلي مشعل لیکلي، د دغه اقدام هرکلی کوي ځکه په داسې حال کې چې ټوله سیمه او نړۍ له کورونا سره لاس و ګرېوان ده، د بشر دوستۍ دا ډول اقدام د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره ګټه کوي.
پاکستان د مارچ په دویمه د کورونا له ډاره د چمن او د مارچ په ۱۵مه د تورخم دروازه وتړله، خو د اپریل په شپږمه یې تر لسمې پورې د مسافرو لپاره دا دروازې پرانیستې چې د را اوښتونکو افغانانو بهیر په کې مدیریت نشو.
دغه راز سوداګرو شکایت کاوه چې د سوداګرۍ لپاره د دغو دروازو تړلو د کرښې هاخواته د افغانستان زرګونه لارۍ ایسارې کړې دي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال د دغه کار له کبله هره ورځ افغان سوداګرو ته د دوه نیم میلیونه ډالرو تاوان خبره کړې وه.