تاند- د پاکستان د پلان او پرمختګ فدرالي وزیر احسان اقبال وايي د چین – پاکستان په اقتصادي دهلېز یا کوریدور کې د افغانستان د لېوالتیا هرکلی کوي.
ښاغلي اقبال دا خبره نن /دوشنبه/ وروسته له دې وکړه چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وویل چې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژه د پاکستان په شان له افغانستان سره هم اړه لري.
ده وویل چې افغانستان په دې پروژه کې دلچسبي په پاکستان کې د خپل سفیر له لارې څرګنده کړې ده.
زاخېلوال وویل، هر څه چې د پاکستان لپاره ښه وي، کېدای شي چې د ټولې سیمې لپاره ښه وي.
ده یادونه وکړه چې که افغانستان په دې پروژې کې شامل شي ممکن د څو لسیزو د جګړو له کبله اوښتي تاوانونه جبران کړای شي.
په همدې حال کې د پاکستان د پلان او پرمختګ فدرالي وزیر وویل چې تر دې وړاندې ایران او سعودي عربستان هم په دې اقتصادي دهلېز کې خپله دلچسپي ښکاره کړې ده.
ده د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز اصلي هدف له یو بل سره د سیمې نښلول او په سیمه کې د پُل رامنځته کول وبلل.
دغه پاکستاني وزیر هیله څرګنده کړه چې د چین- پاکستان د اقتصادي دهلېز له لارې به په سیمه کې سوله ټینګه شي.
په داسي حال کې چې په پاکستان کې د دې پروژې د مسیر پر سر اختلاف شته، د پاکستان د پلان او پرمختګ وزیر وايي چې له دې پروژې به زیاته ګټه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وروسته پاتې ایالتونه وکړي.
دا پروژه چې د پاکستان پوځ په لاس کې اخیستې، ټولې لارې په پنحاب کې تېروي، حال دا چې که دا لارې له خیبر پښتونخوا څخه تېرې شوې وای سمندر ته لنډې وې.