تاند- د ډالر په وړاندې د پاکستاني روپیو د لوېدا په اوج کې د پاکستان صدراعظم د اسعارو د بازار د کنټرول لپاره د ځانګړې کمېټې د جوړولو امر وکړ.
صدراعظم عمران خان وویل چې د ډالر په وړاندې د پاکستاني روپیو د ارزښت لوېدا نړیوالو ټولنو ته د پاکستان د شرم سبب شو.
عمران خان د جمعې په ورځ وروسته له دې چې د ډالرو او نورو اسعارو په وړاندې پاکستانۍ روپۍ په تاریخ کې تر ټولو ټیټ حد ته ولوېدې، له ټولو اړوندو چارواکو وغوښتل چې د ډالرو د ارزښت د کنټرول لپاره له ټولو امکاناتو او تدابیرو کار واخلي.
ویل شوي چې دا کمېټه به په لومړني ګام کې له پاکستانه د ډالرو د وتلو مخه نیسي. په پام کې ده چې د پاکستان حکومت له دې ایسته هر مسافر یا بهر ته تلونکي ته، چې اوس ۱۰ زره ډالره له ځان سره وړلی شي، تر ۳ زره ډالرو د زیاتو اجازه ورنه کړي.
د پاکستان د کابینې په غونډه کې ځینو وزیرانو د ډالرو په وړاندې د پاکستاني روپیو د ارزښت د لوېدو علت افغان سوداګر وبلل، ویې ویل چې تر ټولو زیات غیرقانوني ډالر د پېښور او کوټې له ښارونو څخه بهر ته انتقال شوي دي.
دوی وویل، باور لري چې دا پیسې افغان سوداګرو له هغو اسانتیاوو څخه په سو استفاده بهر ته لېږلي چې پاکستاني بانکونو د دوی لپاره په پام کې نیولي دي.
د دوی په ګومان افغان سوداګرو اروپايي هیوادونو او عربي هیوادونو ته زیات ډالر استولي دي.
هر امریکايي ډالر په شاوخوا ۱۵۰ پاکستانۍ روپۍ معامله کېږي. تر دې پخوا هیڅکله پاکستانۍ روپۍ دې حده ته نه وه لوېدلې.
د پاکستاني روپیو لوېدا هغو افغانانو ته هم ښه سبق ورکړ چې د افغانۍ پر ځای پر پاکستاني روپیو سودا کوي. دې ته ورته سبق تر دې وړاندې هغو افغانانو ترلاسه کړی و چې د افغانۍ پر ځای یې پر ایراني ریال یا تومان معاملې کولې.
د پاکستاني روپیو او ایراني ریال پر له پسې لوېدا یو وار بیا وښوده چې په نسبي ډول افغانۍ ډېر ثبات لري.