تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د کراچۍ له حملو وروسته احضار کړ او خپل اعتراض یې ورته واوراوه.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت شکیب اخمد مستغني ازادي راډیو ته وویل چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسي زی د کراچۍ د دوشنبې د شپې له حملې وروسته په اسلام اباد کې د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ته احضار شو.

د مستغني په وینا پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې د دغه هیواد مخالف وسله وال طالبان په افغانستان کې پناهځایونه لري او په دې خاطر پر افغانستان شدید اعتراض کوي.

مستغني وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت فکر کوي چې د پاکستان د دې کار هدف دا دی چې د افغانستان پر خاوره پر خپلو توغندويي بریدونو پرده وغوړوي.

د کراچۍ د دوشنبې د شپې په حمله کې ۳۹ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول. پاکستاني چارواکي وايي چې غالباً حمله کوونکي د ازبکستان اتباع ول.

خو نن د کراچي په نړیوال هوايي ډګر کې د امنیتي ځواکونو پر روزنځای د برید په اړه ځینو پاکستاني رسنیو وویل چې ممکن حمله کوونکي افغانان وي مګر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پأه وینا جانان موسي زی له لومړۍ حملې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې د کوم ګاونډي پرضد کار واخلي.

د افغانستان حکومت د جمعې په ورځ په کابل کې د عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کاروان د حملې پړه د لشکر طیبه په غاړه واچوله او ویې ویل چې له دې سخت دریځې ډلې سره د پاکستان استخباراتو مرسته کړې وه.

2 thoughts on “پاکستان د کراچۍ د هوايي ډګر د برید په اعتراض کې افغان سفیر احضار کړ”
  1. IT’S SO FUNNY PAKISTANI TALIBAN TOOK THE RESPONSIBILITY OF KARACHI AIRPORT SO HOW AFGHAN WILL BE RESPONSIBLE FOR IT?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *