تاند- د کرکټ د معلولانو په نړیوالو مسابقو کې، د افغانستان د معلولانو د کرکټ ملي ټیم پرون /یکشنبه/ د پاکستان د معلولانو له ملي لوبډلې سره مخامخ شو.

په دې شل اوریزه مسابقه کې، چې د پاکستان د کراچۍ په ملي لوبغالي کې وشوه، د پاکستان لوبډلې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۷۹ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اورونو کې ټولټال ۱۵۳ منډې جوړې کړای شوې.

د افغانستان لپاره محمد جهانزېب ۳۶ منډې وکړې. نبي الله ۲۵، عبیدالله ۲۰ او محمد یوسف ۱۹ منډې وکړې.

نبي الله دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

خو د پاکستان لپاره تر ټولو ښه لوبه حسن عالم وکړه. نوموړي په ۵۵ توپونو ۴۱ منډې جوړې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *