تاند- پاکستان، چې د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن دی، په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو د روغتون په قضیه کې لاس لرل رد کړل.
وروسته له دې چې د امریکا یوه پوځي شناند ادعا وکړه چې په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې په روغتون کې د آی ایس آی عملیاتي غړی ځای پر ځای و، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې دا ادعا بې اساسه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی قاضي خلیل الله وویل:«غواړم چې پر دې ټینګار وکړم چې د افغانستان په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه زموږ د افغان پالیسۍ اساسي بنیاد دی.»
ده همداراز وویل چې پاکستان په دې کلک ولاړ دی چې خپله خاوره د افغانستان په شمول د نورو هیوادونو پر ضد کارول کېدو ته پرېنږدي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د جمعې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د امریکا د خاصو عملیاتي ځواکونو شنونکي د اکتوبر په درېمه په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون تر حملې مخکې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو او دوی پوهېدل چې دا ځای روغتون دی خو دوی باور درلود، څرنګه چې دا روغتون د پاکستاني فعالانو له لوري کارول کېده او هغوی پکې د طالبانو فعالیتونه تنظیمول.
اسوشیتید پریس خبري اژانس په عین حال کې ویلي چې دا لا څرګنده نه ده چې د سي-۱۳۰ الوتکې قومندان هم، چې پر روغتون یې توغندي وویشتل او ۲۲ تنه یې ووژل، له دې خبر و چې دا روغتون دی او که نه دی.