پاکستان سعودي عربستان ته جګپوړی پلاوی واستاوه

تاند- د پاکستان د دفاع وزیر او د صدراعظم د ملي امنیت د سلاکار په ګډون یو جګپوړی پلاوی نن /سې شنبه/ د یمن د جګړې په اړه د سلا مشورې په خاطر سعودي عربستان ته لاړ.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، ریاض ته تر روانېدو مخکې په اسلام اباد کې وویل، که د سعودي عربستان مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته خطر پېښ شي، پاکستان د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره هرراز اقدام ته تیار دی.

له خواجه اصف او سرتاج عزیز سره سعودي عربستان ته په تللي پلاوي کې د پاکستان د پوځ یو شمېر قومندانان هم شامل دي.

د پاکستان دفاع وزیر وویل، اسلام اباد په اسلامي نړۍ کې د شخړو د پای ته رسېدو غوښتونکی دی.

دا په داسي حال کې ده چې هم نړیواله ټولنه او هم په خپله پاکستانیان خپل استخبارات او پوځ د افغانستان د تېرو درو لسیزو د وینو بهیونو مسوول بولي او وايي چې پاکستان لا هم هڅه کوي چې د ترهګرو ډلو په وسیله افغانستان ویجاړ او تر خپل اغېز لاندې راولي.

د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف تېره شپه په یوه غونډه کې، چې د پوځ قومندانان هم پکې حاضر ول، د یمن د حالاتو په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل چې پاکستان د سعودي عربستان د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.

سعودي عربستان د پاکستان یو مهم مالي ملاتړ کوونکی دی.

د نوازشریف په مشرۍ په غونډه کې د پاکستان لوی درستیز، دفاع وزیر، د ملي امنیت سلاکار، د هوايي او مځکنیو ځواکونو عمومي قومندانانو او د اقتصاد وزیر ګډون درلود.

پاکستان ویلي چې له سعودي چارواکو سره د پاکستاني پلاوي له خبرو وروسته به سیمې ته د ځواکونو د لېږلو په اړه پرېکړه وکړي.

په پاکستان کې د یوې نظرپوښتنې له مخې اکثره پاکستانیان سعودي عربستان ته د ځواکونو د لېږلو په ځای په خپل هیواد کې د ترهګرۍ مسلې ته د پاملرنې غوښتونکي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *