تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: د پاکستان وايي، تر ۲۰۲۰ کاله پورې به یې له افغانستان سره د ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن تار غځولو چارې بشپړې او امنیتي وضعیت به ورسره ښه شي.

د پاکستان د پوځ لخوا له ۲۰۱۷ کال راهیسې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د ترهګرو د اوښتو د مخنیوي په بهانه د ۳ متره دنګ اغزن دېول غځولو کار پیل کړ او زیاته یې کړه په دې تار به ۲۳۰۰ کېلو متره سیمه د ترهګرو د تګ راتګ لپاره بنده کړي.

پاکستانه یوازې اغزن تار غځولو ته مخه کړه، بلکې نږدې ۱۴۰۰ نوې پوستې او پوځي کوچنۍ چاوڼۍ یې هم پر کرښه واچولې.

تېر ماښام د پاکستان د پراختیا او پلان وزیر خسرو بختیار په اسلام اباد کې خبریالانو ته خبر ورکړ چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې به له افغانستان سره پر فرضي کرښه د اغزن تار غځولو کارونه بشپړ شي چې ټول ټال ۵۰۰ میلیونه ډالره لګښت به پرې راشي: (( په دې سره به نه یوازې د ترهګرو تګ راتګ بند شي بلکې قاچاقبرو ته به هم لارې وتړل شي.))

خو دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، پاکستان په سرسري اقداماتو د ترهګرۍ د روزنې له تور څخه نه شي خلاصېدلی.

د افغان حکومت په وینا، ټول پوهېږي چې پاکستان څرنګه افغانستان ته ترهګر را استوي.

په همدې حال کې ولسمشر غني هم څو ځله ویلي چې اغزن تار د ډیورنډ پر فرضي کرښه دواړو غاړو ته پراته پښتانه نه شي بیلولی او چې وخت یې راغی دا تارونه قیچي کېدای هم شي.

په همدې حال کې خوست، پکتیا، ننګرهار، وزیرستان، کونړ او پاړه چینار سیمو کې بیا د دواړو غاړو ولسونو ځای نیم د پاکستاني پوځ د اغزن تار مخه نیولې یا یې هم له بیخه ورته ایستلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *