(د ډيورنډ او اوبو د مديريتي سیستم داعيه د هرافغان داعيه ده )
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز مطبوعاتي دفتر
نېټه: ۱۳۹۶/۳/۱۱
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، چې له تېر يوه کال راهيسې د ډيورنډ فرضي کرښې او له ګران هيواد څخه پاکستان او ايران ته د بهيدونکو اوبو په مدیريتي سيستم باندې کار کوي، دې پایلې ته رسېدلی دی، تر کومه چې د افغانستان اوبه پاکستان ته بهيږي، تر هغو به د افغانانو وينه هم بهيږي.
ډيورنډ فرضي کرښه چې افغانانو ته د ناموس حثيت لري، له تېرو څو کلونو راهيسې د ډيورنډ فرضي کرښې په خلاف لر او بر کې زیات خوځښتونه رامنځ ته شوي دي او ټول په دې خبره سره يوه خوله دي، تر څو چې د ډيورنډ فرضي کرښې د معضلې د حل په موخه ملګري ملتونه ګام اوچت نه کړي، تر هغو به زموږ په محکومو سیمو کې د پاکستاني سامراجي ادارې له لوري د تروریستانو اډې او مرکزونه وي او افغانستان به هر وخت د سامراجي ادارې د ورته ورانکارو پېښو ښکار ګرځي.
د کابل وروستي بريد چې د غبرګولي په لسمه نېټه د زنبق څلور لارې ته څېرمه وشو، سلګونه بې ګنا او بې دفاع افغانان يې په وينو ولمبول، دوی نړۍ او افغانانو ته وښوده، چې د پاکستان استخباراتي کړۍ به تر هغو د افغانانو له وژنې او کړونې لاس په سر نه شي، تر څو چې افغان دولت د ډيورنډ فرضی او خیالي کرښه په رسمیت پېژندلې نه وي او همدارنګه پاکستان هيواد ته د افغانستان پرېمانه اوبودایمي بهېدو څخه ډاډه شوي نه وي.
خو پاکستاني سامراجي او استخباراتي کړيو د افغانانو مېړانه او سرښندنه درک کړې نه ده، کلونه کېږي، چې افغانان د همدې ډيورنډ فرضي کرښې په دفاع کې خپلې ځوانۍ نذرانه کوي، چې څرګندې بېلګې يې د شهيد قاسم خان، تورخم او بولکدک وسله والې نښتې دي، چې افغان زړورو امنيتي سرتېرو په خپلو قربانيو سره د پاکستان پرمختګ مخه ډب کړه.
افغانان هرچا وژلي او وژلی يې شي، خو د اېلولو او رامو لو په وړاندې يې هر جابر او ستمګر عاجزه شوی دی، پاکستاني استخباراتي شبکې ته په ډاګه کوو، چې د خپلو داخلي اجنټانو په وسیله د طالب، حقاني، داعش او نورو تروریستي ډلو په مټ پرموږ هر څومره حملې وکړئ، هرڅومره ووژنئ، خو تاسې به هيڅکله خپلو شومو موخو او دسايسو ته ونه رسېږئ، تر څو چې په افغان وياړلې خاوره يو ځلمی او يوه پېغله هم پاتې وي، نو پاکستان په وړاندې به خپل رسالت او مسووليت تر سره کړي، د ډيورنډ کرښې ددفاع او پاکستان ته د بهيدونکو اوبو د مخنيوي لپاره به هلې ځلې کوي.
ځکه اوس هر افغان دا حقيقت درک کړی دی، چې پاکستان زموږ يواځينی قسم خوړلی دښمن دی، چې د خپلو شومو موخو او پلانونو لپاره زموږ وروڼه او سرتېري په شهادت رسوي، پاکستان به انشاالله د خپلې سرټمبګۍ په وجه له ګړنګ څخه لوېږي، محکوم بلوچستان او محکوم پښتونستان به يې له واک څخه وځي او د ډيورنډ ناولې کرښې په نوم به د يوه قوم او يوه ملت تر منځ د بېلتون کرښه موجوده نه وي.
د بسیا خپلواک او سرلوړي افغانستان په هيله
ډاکتر عبدالله هيواد
د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز موسس
Excellent information …..we will never lose the Durand line…….