تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱ مه: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د سپین بولدک، میرانشاه او تورخم دروازې، چې  د پاکستان له لوري د دوه نورړ اونیو لپاره تړلې پاتې شوي افغان سوداګر یې له لوی تاوان سره مخ او د خوراکي توکو بیې یې لوړې کړې دي.

د دغې خونې د چارواکو په وینا د لارو بندیدل یوه لویه اقتصادي ضربه ده او له کبله یې افغان سوداګر هره ورځ دوه یا دوه نیم میلیونه ‌ډالر زیان کوي او اوس مهال یې اته زره موټر په دواړو دروازو کې بند دي.

د افغان ـ پاک سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزی تاند ته وايي، په هیواد کې سوداګرو د دوه میاشتو لپاره د توکو د ذخایرو له لارې خوراکي توکي برابرولای شول خو اوس دغه ذخایر هم د لارو د بندښت د دوام په صورت کې زیات کفایت تنشي کولای:((د خوراکي توکو بیو د لوړېدو مخنیوي باید وشي اوحکومت باید د دغو بیو مخنیوي او د تورخم دروازې د خلاصېدو لپاره هڅې وکړي.))

الکوزی وایي، پاکستان د یوې ورځې لپاره د سپین بولدک دروازه پرانیستې وه چې یوازې ۸۰ سوداګریز موټر پرې راواوښتل خو بیرته یې دا دروازه وتړله.

بلخوا د روغتیا په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازۍ معید یوسف هم ویلي چې د هیواد شرقي او غربي ټولې پولې به یې دوه اوونۍ نورې هم تړلې وي او د اپریل تر ۴ مې به دغه هیواد ته ټول نړیوال پروازونه هم بند وي.

په ورته مهال یوشمېر هغه افغانان هم چې پاکستان ته د درملنې او ځینو نورو ستونزو لپاره تللی اوس د  ډیورند کرښې هغې غاړې ته بند پاتې دي او ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی د کورنیو غړي وایي، چې د پاکستاني پوځ له لوري ځورول کیږي او د اوسېدو د ځای کرايې پرې لوړې شوې دي یا هم له هوټلونو ایستل شوي او پر سړک شپې کوي.

پاکستان د تورخم دروازه، میرانشاه لار او د سپین بولدک لاره په داسې حال کې د دوه نورو اونیو لپاره بندوي چې افغان حکومت کابل د دریو اونیو لپاره قرنطین اعلان کړی او د نورو ښارونو له مېشتو يې غوښتنه کړې چې په کور کې واوسي.

3 thoughts on “د پاکستان د لارو بندیدو له کبله افغان سوداګر هره ورځ ۲ نیم میلیونه ډالر زیان کوي”
  1. د خدای له پاره ، نو د پاکستان نه لاس وینځئ!
    د بهر نه توکي راوړل اسانه کار دی ، خو د شاباسۍ کار دا دی چې په وطن کې د دغو توکو پر تولید او جوړیدو کار وشي . خپله خاوره ډیر سپیڅلې او بختوره خاوره ده . خو نو پوهیږو چې د پاکستان بې کیفیته او بې معیاره توکي به تر څو پورې زمونږ ولسونه کاروي، او تر څو پورې به دغه ناپوهه سوداګر د یاد هیواد په منفي پالیسۍ نه ویخیږي.
    دمګړۍ یاد سوداګر د پاکستان سره د تجارت په سزا رسیږي . هیله ده چې هر څوک ترې نه سبک واخلي .
    افغانستان د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا تر منځ د پل او لنډ وخت کې به د ګاونډیو هیوادونو لپاره په څلورلارې عملا بدل شي، خو که داسې نه وي ، افغانان هم د چا نه کم ندي، مونږ کولای شو چې په خپلو مټو په خپل هیواد کې کرهنې مالدارۍ اقتصاد او سیاسي خپلواکۍ ته وده ورکړو، او د هیچا تر اغیز لاندې رانشو.
    مونږ باید ځان او ملت د پیسو او لالچ لپاره قرباني نه کړو .

  2. زمونږ سوداګر هم هېڅ پند او عبرت نه اخلي ، هرکال ، هره میاشت او هره اونۍ دوی د فکیستان له خوا سختې اقتصادي ضربي ویني او تاواني کیږي ، خو بیا هم دوی شرم او حیا نه لري ، د یو څو پنجابي کلدارو په ګټلو او بې کیفیته مالونو په واردولو سره یې هم ځانونه تباه کړل اوهم یې افغان ملت ته تاوان رسولی دی.
    فکیستان د مسلمانانو ازلي دښمن دی ، لطفا له دغه ناولې خاورې مه تېرېږئ.
    له بلې خوا د افغانستان دولت هم باید فکیستان او نړیوالو ته قناعت ورکړي . د سوداګرو مالونه په بندرونو کې دي او د دوی هېواد ته کوم تاوان نه رسوي. پرېږدئ چې خپل وطن ته راستانه شي . البته دوی حق لري فکیستان ته د افغانانو د داخلېدو مخه ونیسي .

  3. دا کاملا غیر انسانی عمل اوکما فی السابق شرانګیزی او افغان دښمنی ده چی د خونخوار پنجاب تنده له نیم قرن جنایاتو وروسته بیاهم څپانده او وحشت یی نور هم لیونی دی
    ولاتزدالظالمین الا تبارا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *