تاند، سه شنبه، د حوت ۶ مه: د افغانستان د ملي احصاييې اداره وايي، په ۱۳۹۸ کال کې له پاکستان سره د سياسي ترينګلتيا له کبله که څه هم د افغانستان د صادراتو بهير ټکنی شوی و؛ خو د تېر کال په پرتله يوازې ۱،۳ سلنه کموالی پکې راغلی دی.
د ملي احصايې ادارې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د وارداتو او صادراتو کلنی راپور له رسنيو سره شريک کړ او ویې ویل، له سيمې سره د افغانستان اقتصادي اړيکې د دې لامل شوې، چې سږکال له پاکستان سره سياسي ترينګلتيا د افغانستان پر اقتصادي ودې هومره اغېز ونه کړي.
د احصايې ادارې مسلکي مرستيال حسيب الله مؤحد وويل، په روان کال کې د ۳۰۲ ميليونو ډالرو په ارزښت، وچې مېوې د افغانستان د صادراتو تر ټولو ډېره برخه جوړوي: ((په ۱۳۹۸ مالي کال کې په رسمي ډول د ثبت شوو صادراتو ارزښت ټول ټال ۸۶۳ اعشاريه ۸ ميليونو ډالرو ته رسېږي، چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله يو اعشاريه ۳ سلنه کموالی په ډاګه کوي.))
د ملي احصايې ادارې په کلني راپور کې همداراز راغلي، چې افغانستان د سيمې د اقتصادي څلور لارې په توګه کولی شي په راتلونکو کلونو کې د اقتصادي ودې لپاره رغنده رول ولوبوي.
تر دې وړاندې نړيوال بانګ هم په يو راپور کې ويلي وو، چې افغانستان د جګړې په غېږه کې بياهم د تېرو کلونو په پرتله نسبتا ښه اقتصادي وده کړې ده.