تاند- د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، له افغانستان سره د اوبو په برخه کې د تړون لاسلیکولو ته لېواله دی.

دا وزارت وايي«موږ وروسته له دې چې باوري معلومات ترلاسه کړل چې افغانستان پر کابل سین د بندونو د جوړدولو پلان لري، په خپل وزارت کې پر دې مسلې څو مشورتي او څېړنیزې غونډې وکړې.»

دي نیوز ورځپاڼه وايي، د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت یوه جګپوړي چارواکي ورته وویل چې په مختلفو هیوادونو کې یو شمېر پاکستاني سفیرانو دا موضوع ورسره شریکه کړې او ځیني وخت د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع راپورته کړې ده.

دغه پاکستاني چارواکي همداراز وویل چې د اوبو او انرژۍ وزارت له ګڼو ادارو غوښتي چې له افغانستان سره د پاکستان د اوبو د ونډې په اړه معلومات او په دې برخه کې وړاندیزونه وروسپاري.

دغه پاکستاني چارواکي همداراز ویلي چې دا د پاکستان حق دی چې په خپل ګاونډ کې د کابل سین د اوبو (اندازې) په اړه معلومات ولري.

دي نیوز ورځپاڼې پخوا ویلي و چې د افغانستان حکومت د هند په مرسته پر کابل سین ۱۲ بندونه جوړوي چې ۱۱۷۷ میګاواټه برېښنا به تولیدولی شي. (تفصیل)

دې پاکستانۍ ورځپاڼې ادعا کړې چې پاکستان د کالاباغ او مونډا بندونه جوړ نه کړای شول او دې مسلې د افغانستان دریځ غښتلی کړی چې ۱۲ بندونه په خپله خاوره کې جوړ کړي.

ورځپاڼه د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت د بې نومه چارواکي په قول زیاتوي، نړیوال بانک په هغه صورت کې چې افغانستان او پاکستان وغواړي تیار دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوبو موافقه وڅېړي او دواړه هیوادونه هغسي تړون لاسلیک کړي چې په ۱۹۶۰ م کال هند او پاکستان لاسلیک کړی و.

دغه چارواکي وویل چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د نړیوال بانک له لارې په تماس کې دی او دواړه هیوادونه احساسوي چې باید د کابل او کونړ د اوبو د ونډې په برخه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ یوه موافقه موجوده وي.

د افغانستان اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي. پاکستان ته د کابل، کونړ، ګومل او توچي سیندونه، ایران ته د هلمند، فرارود او هریرود سیندونه، د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د امو دریا له لارې کوکچه، کندوز او نور سیندونه بهیږي.

ایران او پاکستان په ځانګړي ډول د دې لپاره چې افغانستان خپلې اوبه کنټرول نه کړي د افغانستان پر ناامنۍ پانګونه کړې ده.

6 thoughts on “پاکستان غواړي چې له افغانستان سره د اوبو د ونډې په اړه موافقې ته ورسېږي”
  1. په اوسنی وخت کی دپاکستان د پوزي ویښته د انرژۍ ستونځه ده او کومی اوبه چی د افغانستان څخه پاکستان ته بهیږی د پاکستان په کرهڼه او د انرژۍ په تولید کی غټ رول لوبولۍ شی. د بیلګی په دود د کالا باغ او داسو د اوبو بندونه چی د افغانستان له اوبو څخه تغذیه کیږی. نو د اوسنی حکومت دغه پلان چی د انرژۍ د کورنی تولید په اړه یی لری د پاکستان او ایران دواړو د سترګو نه یی خوب تښتولۍ دۍ اودغه کړنه د افغانستان لپاره د انرژۍ او کرهڼي په برخه کی ستراتیژیک ارزښت لری او باید پلۍ یی کړی اوهمدا راز د پاکستان او ایران په وړاندی د سراتیژیکی وسلی رول لری.

  2. افغانستان باید خپل کار پرمخ پوزی اوپاکستان ته باید یو څاڅکی اوبه هم ورنه کړی

  3. افغانستان او پاکستان د اوبو نریواله معاهده نه ده لاسلیک کری. افغانستان یوازی له ایران سره د هلمند اوبو پر سر معاهده لری. دآفغانستان پر اوبو صرف افغنستان حق لری نه پاکستان. په دغه لینک کی د اوبو نریوله معاهده کتلای شی

    https://treaties.un.org/Pages/ViewDetails.aspx?src=IND&mtdsg_no=XXVII-12&chapter=27&lang=en

  4. یاره د انسانی کراماتو نه دی لری وی په دالخورو پاکستانیانو می د سپی متیازی هم نه لوریږی دا خو لا اوبه دی، افغانستان باید د تیرو څو لسیزو د اوبو قیمت تری وغواړی کومی چی دوی ته بی خرته ور روانی وی!!! تل دی وی لوی افغانستان…

  5. سلامونه او نيکي هيلي محترمو افغانانو رونو نن خو دي خبري بيخي ليوني کړم چي پاکستان واس لا خپله برخه غواړي معلومه کړي دافغانستان په اوبو کي دي قوم ته بايد يو کلاس اوبه هم ورنکي د به ډيري غټه غلتي وي د افغانستان حکومت بايد دوي پر ميز کشنوي ور سر حساب وکي چي بچي ۴۰ کاله دي زما اوبه زما لاري او سرکونه دي استعمال کړي دي اول بايد د قر ض ر خلاس کي بيا به سر خبري کو

  6. فهیم پردیس کابل
    افغانستان حکومت د خپلو اوبو او د هغی د محار حق لری پاکستان باید نور خپل موقف وپیژنی او د همسایه هیواد کښی دی خپله برخه نه لتوی او نه د برخی حق لری د دی هیواد تول منافقت زمونږ اوبو او نورو طبیعی منابو پوری تړلی دی چی د مرکزی حکومت د پیاوړپیا او د ښه حکومت داری په نتیجه کښی د اوبو بندونه د برق تولید او پرمخ
    تللی زراعت خاوند وی بیا د پاکستان نه به هیڅ نوع واردات نه وی او خود کفا به وسو انشاالله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *