تاند- په داسي حال کې چې افغان طالبان د سولې له دوهم پړاوه بې خبري ښيي، پاکستان وايي چې سبا /جمعه/ به د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي په مري ښارګي کې مهمه غونډه وکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن د دغه هیواد د یوه خبر چارواکي په قول وویل چې د افغان حکومت او طالبانو دا پړاو خبرې به لا مهمې او مفصلې وي.

«دې ته په پام چې دواړه خواوې په څه کم یوه میاشت کې د دوهم ځل لپاره رایوځای کېږي، د دوی ناسته هڅوونکې ده. دا یوه لویه کامیابي ده.»

ده همداراز وویل:«موږ هیله لرو چې دواړه خواوې به مخکې تر دې چې د افغانستان د لانجې د پای ته رسولو لپاره پر لا پېچلیو مسلو خبرې وکړي د جګړې د شدت د کمولو په شمول پر اعتماد رامنځته کوونکو اقداماتو تمرکز وکړي.»

ډان په عین حال کې وايي چې د غونډې د ځای په اړه، هم افغان حکومت او هم طالبان ځینی ملاحظات لري. د افغانستان د حکومت چارواکو ویلي چې دوهم پړاو خبرې دې د چین په ارومچي کې وشي او طالبانو بیا ویلي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې دې دوهم پړاو ترسره شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن /پنجشنبه/ رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو سیاسي دفتر، چې د خبرواترو واک ورکړای شوی دی، د جمعې د ورځې د اعلان شویو خبرو په باب معلومات نه لري.

ذبیح الله مجاهد دا خبره وروسته له دې وکړه چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړینې خبرونه د افغانستان دولت رسماً تایید کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *