تاند- پاکستان د امریکا حکومت ته ویلي چې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته په دغه هیواد کې د هند د پراخ رول په اړه د اسلام اباد اندېښنې ته پام وکړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې حاضردمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ خبرې د طالبانو پر دفتر د افغانستان د اعتراض له کبله ځنډېدلي دي خو دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې د امریکايي مامورینو او طالب استازو ترمنځ رسمي خبرې به ژر پیل شي ځکه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره موافقه کړې ده.
پاکستاني ورځپاڼه (پاکستان ټوډې) وايي چې دغه هیواد له خپلې خوا د دوحې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي او په قطر کې یې له امریکایانو او بېلابېلاو افغان ډلو سره خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو او دغه راز په دوحه کې د طالبانو د دفتر په پرانستلو کې مهم رول لوبولی دی.
پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد د سرچینو له خولې وايي چې پاکستان طالبان هڅولي چې د قطر د دفتر پر سر د افغانستان د حکومت د وروستي مخالفت په وړاندې خپل دریځ نرم کړي او له امریکايي مامورینو او د سولې د عالي شورا د پلاوي په شمول له افغان ډلو سره هدفمنې خبرې پیل کړي.
پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي وویل چې پاکستان له امریکا او د بریتانیا په شان د امریکا له نورو متحدانو سره په افغانستان کې د هند د رول په اړه په تماس کې دی.
دې سرچینې وویل:«پاکستان له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري په افغانستان کې هند ته د مهم رول د ورکولو له درکه اندېښنه لري او خپله دا اندېښنه یې واشنګټن ته رسولې ده.»
سرچینې دا هم وویل چې د هند د رول او په جنګ ځپلې افغانستان کې د هند د زیاتېدونکي نفوذ پر مسلې اسلام اباد ته د بریتانیا د صدراعظم ډیوید کامرون د سفر په ترڅ کې هم خبرې وشوې.
سرچینې وویل چې پاکستان د افغانستان او پاکستان د دوستانه اړیکو خلاف نه دی، خو په عین وخت کې اسلام اباد نه غواړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد کار واخیستل شي.
تر دې پخوا پاکستان ادعا کړې وه چې هند د افغانستان له خاورې د بلوچستان له خپلواکي غوښتونکو او دغه راز پښتنو قبایلو سره مرسته کوي.
پاکستاني رسنۍ د یوې بلې بې نومې دیپلوماتیکې سرچینې له قوله وايي چې د هند او پاکستان ترمنځ هرراز کړکېچ به له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو ستراتیژي تر اغېز لاندې راولي.
پاکستان پخوا ویلي و چې که امریکا او د هغه لوېدیځ متحدان د هندي کشمیر مسله د پاکستان په ګټه حل کړي دا هیواد حاضر دی چې د افغانستان په مسله کې امریکا ته امتیاز ورکړي.
د هند سره دې ښه کلک رول ونیول شي. هند قدرت لري. د افغانستان په ګټه به وي، انشاالله.
har afghan hokomat che razi bayad che da pakistan da osinai siasat da yada hir nakri che da afghanano vino ta doy da vino rodona jorkari aw hamda gwari che afghanistan yaw dir kamzorai hewad wi aw da pakistan ihtayaj wi. Pakistan da haq nalari che afghanano ta larshowana wakri, nor da wakht raghalai che la har hewad sara khpali diplomati lari khpala pa khpal las ki controll kro. Da dir da afsoz jay da che hamid saheb karzai pakistan ta wror waii, kho doy mog ta zanmargi raligi aw nor ham afghanistan ta da wino dandona basi. Pakistan yaw hagha khain hewad rawakht che la saratan maraz na ham dir tawani da aw allah di afghanan la di badboya maraz na khlas kri aw allah ta da omid laram che inshallah da da ghamono pil da pakistan darwazi ta ham chokigi aw mogadisho ba zini jorsi.
د تاند چلو نکو ته سلامونه او ښا یستی هیلی ډالی کوم په دی کئ هیڅ شک نشته چئ تا سو ددغی و یبپا ڼی په چلو لو کې ډیر زبار با سی هم د ښکلا د پلوه او هم د ویبپاڼی د مطا لبو په پورته کولو کې، او ددی نه هم باید سړی ستر ګی پټی نه کړی چئ تا سو د هېواد د ملی ګټو د پاره هم هاند کوی او هیڅو خت په پټو ستر کو د خپل لوری فتوا نه صادروی نو په دی اساس تا سو په هر څه خبر کسان یا ست خو یو ه نکته چئ ما هر وخت ځوروی هغه په ژور نا لیستی اصو لو کی د خپل هېواد د ګټو سا تل دی ، خبره به را لنډه کړم ډیری ډیری وړوکی نکتی دی چې زموږ په لږ بی خبری سره ددی په ځای چې خپل هېواد ته مو ګټه رسولی وی تا وان رسوو او زه په افغا نی ر سنیو کې هر وخت دی ته متو جه یم د بیګه په ډول تا سو د مضمون با مو ضوع پر سر دافغا نستان او پا کستان بیرغونه اچولی دی ، د افغانستان بیرغ لاندی او دپا کستان بیرغ مو باندی برسیره کړی ، موږ باید دغی نکتی ته پام وکړو چې حتا زموږ دغه کار لیدونکی ته یو پیغام رسوی . رسوی چئ هغه زموږ د وطن په زیان دی موږ باید نه یوازی خپل بیرغ د پاکستان پر بیرغ برسیره کړی وای بلکه یو ځه مو تر هغه رو ښانه هم ښودلی وای. دا به زموږ د هېواد د پرستیژ د پاره ښه وه
په ادب او مینه