تاند- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان په دې خواشیني څرګنده کړه چې افغانستان د پاکستان په اړه نورو هیوادونو ته شکایت کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل:«موږ د افغانستان څوکیداران نه یوو او نه د اشرف غني په ګډون بل چا ته ځواب ورکوونکي یوو. په افغانستان کې که څوک وپرنجېږي هم نو تور یې پر پاکستان لګوي، افغانستان دې خپلې اندېښنې زموږ سره شریکې کړي، موږ تیار یوو چې د دوی خبرې واورو.»

پاکستان تر دې پخوا هم ځو ځلي ویلي چې افغانستان دې په خپلو چارو کې د پاکستان د مداخلې په اړه په علني ډول څه نه وايي بلکې له پاکستان سره دې په مستقیم ډول مطرح کړي.

چودري نثار علي خان دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنګ کې د امنیت شورا د یو شمیر دایمي غړو هیوادونو له مشرانو سره ولیدل او د پاکستان په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

ښاغلي عبدالله وویل چې نړیوال پوهیږي چې د تروریستانو ځالې چیرته دي، څوک یې روزي او له کومه ځایه رهبري کیږي. خو ټینګار یې وکړ چې دا خبرې په دې معنی نه دي چې افغانستان له چا سره دښمني لري.

پرون د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کندوز له قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې په غیر مستقیم ډول د کندوز جګړه له پاکستان سره وتړله، ویې ویل چې کندوز د هغو څرګندونو قرباني شو چې ډاکتر عبدالله په نیویارک کې ورته اشاره وکړه.

په همدې حال کې د طالبانو لاس ته د کندوز له لوېدو سره په یووخت پاکستاني چارواکو د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه.

جنرال راحیل شریف د جرمني په مونیخ (مونشن) کې امنیتي کنفرانس ته په وینا کې تاکید وکاوه چې له خنډونو سره سره په افغانستان کې د شخړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره سوله او پخلاینه مهمه ده.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له ټولو نفوذ لرونکو خواوو وغوښتل چې د سولې هغه بهیر بېرته پیل کړي چې د سږ کال په جولای میاشت کې پیل شوه خو وروسته طالبان ترې تېر شول.

5 thoughts on “پاکستان له افغانستانه وغوښتل چې د اسلام اباد د مداخلو په اړه نړیوالو ته شکایت ونه کړي”
  1. افغانستانه لژ نر شه همدغه پتکستان را ونیسه . په نره پاکستان ته ووایه چی دا د یوه. دا دی دوی او هم مغه نریوالو ته سرگند کری.

  2. په همدی اوسنی حکومت که څوک ځانته دافغانستان وګړی او مسلمان وایی باید چه په نره دپورکستان په مقابل ودریږی او هغه تروریستان چه ژوندی نیول کیږی وتولو نړیوالو ته وښودل شی تر څو نړیوال دپورکستان دادوه مخی وکداران وپیژنی.

  3. زه یوازي غواړم چې ټولو افغانانو او خپل افغان حکومتي چارواکو ته چې د پاکستان په خلاف خپلي مبارزې، تبلیغات، او کله کله نظامي عکس العمل ته ادامه ورکړي. د پاکستان په خبرو غوږ ونه نیسي چې وایی دوی به طالبان خبروته کښینوي، طالبان د آی اس آی یوه برخه ده چې غواړي دا ډرامه جاري وساتي لکه تراوسه چې یی جاري ساتلې ده.

    خدای دې افغان ملي اردو ته نصرت ورکړي چې د پاکستان دال خور پوځیان مات کړي. خدای دې افغانانو ته اتفاق ورکړي چې د دښمن د ټولو دسیسو په مقابل کې یو وي.

    والسلام

  4. پاکستان دافغانستان معلوم اوثابت دښمن دی ،دښمن واوتر څوچی دغه دپاکستان ، افغانستان او هندوستان اوسنی اجباری جغرافیای موقعیتونه وی پاکستان به دافغانستان او هندوستان دښمن به وی په هیڅ صورت نه عقلا او نه منطقا دوست کیدلای شی نو افغانستان مجبورا او ضرورا دپاکستان دمداخلی لویه یاکوچینی سند باید دنړیوالو غوږونوته مستندا ورسوی اوپه دی کی اهمال اوغفلت ملی مسولیت دی اود هیڅ ډول ملحوظ تر تاثیر لاندی باید دامعطل نشی ځکه پاکستان دهمدی منظور اوموخو دپاره چی عملا یی ترسره کوی یی جوړشویدی او دپاکستان په هیڅ ډول وعده اوخبره باورنشته .

  5. د ټولو لیکوالو څرګندونی د قدر وړ دی یو وخت به د چټلستان په هر دیوار لیکلی ووه چی ( جهاد افغانستان دفاع پاکستان) او دا واقعیت وه که افغانان نه وای اوس به د پنجابیانو ټول نسل په روسی ژبی خبری کولای او اوس دوی وایی چی پاکستان د افغاستان چوکیدار ندی بیشکه چی تاسی تور مخی زموږ د چوکیداری لایق هم نه یاست ځکه چی چوکیداری ته غیرتی او میړنی خلک پکار دی نه د ړستوی ماران لکه پنجابیان . خو دا ټول په موږ باندی د هغه نا پوهه پاکستانی ملایانو له خوا کیږی چی ټول د کفارو او ای ایس ای له خوا تمولیږی ټول لکه د پل خشتی د جومات هغه انګریز ملا ته ورته دی. اوس نو باید افغانان په دی پوه شی چی نور دا جنګ صرف زموږ د امنیتی میړنو ندی دا مبارزه باید له خپلی کا بینی او پارلمانه پیل او هغه اجنټان په دار شی چی هم ددی وطن ځان بولی او هم دا وطن خرابوی، بیا باید په طالبچی او داعش پسی پښی لوڅی او ترحم پری ونشی دوی چی زموږ په هیڅ طبقه رحم نکوی نو موږ ولی دا مبارزه باید په مشترک ډول شروع شی دا مسولیت د هر افغان دی که غواړی چی افغانستان وژغوری باید نور د نفاق دا لمن ټوله کړی په قومونو پسی مه ګرزی یو لاس شی چی د دښمن غاښ مو ورږیږی او کنه بیا به ورږیږی په دی پوه شی هغه څوک چی د اسلام په نوم تجارت کوی هماغه د دی خاوری دښمن دی جهاد خاص شرایط او اصول لری. تاسی وګوری د پاکستان د وزیرانو او اکثراٌ دولتی چارواکو کلمه او حتی یو آیت شریف ندی زده هلته د جمعی لمونځ روا دی خو له افغانستانه دوی ته اسلام خپور شوی دلته ندی روا. افغانانو بیداره شی ګنی ورکیږی بیا به ارمان کوی ولی فلسطین به درنه جوړ وی دا پنجاب او غلامان یی په توکل د خدای د کوم پټی مولی ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *