تاند- پاکستان د افغانستان کرکټ بورډ ته ویلي چې د امنیتي اندېښنو له کبله دې لاهور ته د ۳ یو ورځنیو مسابقو لپاره خپل سفر وځنډوي.
مخکې پاکستان له افغانستانه غوښتي و چې خپل ټیم د پاکستان د کرکټ له ملي ټیم سره د ۳ یو ورځینو او دوو ۴ ورځنیو لړیو لپاره لاهور ته ولېږي خو پاکستان وايي چې د لاهور له وروستۍ حملې وروسته امنیتي خطر ویني ځکه غواړي چې افغان ټیم یو بل مناسب وخت پاکستان ته سفر وکړي.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اپریل له ۱۵ د مې تر ۸ پوري د پاکستان له ملي لوبډلې سره په لاهور کې مسابقې وکړي.
د لاهور ګلشن اقبال پارک، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پکې خونړۍ حمله وشوه، د لاهور له قذافي لوبغالي ۱۵ دقیقې لېري دی.
د لاهور په حمله کې ۷۲ تنه ووژل شول او تر ۳۰۰ زیات نور ژوبل شول.
په پاکستان کې د ناامنۍ له کبله د کینیا د نجونو د کرکټ ملي ټیم هم پاکستان ته سفر لغوه کړی دی.
له ۲۰۰۹ کال را په دې خوا، چې په لاهور کې د سریلانکا پر ټیم تروریستي برید وشو، تېر کال زیمبابوې لومړنی بهرنی ټیم و چې پاکستان ته یې د سفر جرات وکړ.
پاکستان له ۲۰۰۹ را په دې خوا د خپل هیواد پر ځای نور ټیمونه متحده عربي اماراتو ته وربولي.
ښه به داوي چه دامسابقه دپاکستان او آفغانستان په پاکستان ونه سي او يو بل هيواد انتخاب کړي ځکه پاکستان ډير رزيل هيواد دئ .
Honestly say they have to play in overseas Pakistani security system is not in good position at the moment. I’m not saying that Pakistan is a bad country I grow up in Pakistan I love Pakistan l like Pakistan people. Government is different thing .