تاند- پاکستان له افغانستانه غوښتي چې د طالبانو مشر ملافضل الله وروسپاري او په کونړ او نورستان کې د پاکستاني طالبانو پناهځایونه له منځه یوسي.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د چهارشنبې په ورځ له ولسمشر کرزي سره ولیدل او د پاکستاني طالبانو د مشر د ورسپارلو او په کونړ او نورستان کې د پاکستاني طالبانو د پناهځایونو د ورانولو په اړه یې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف پیغام ورسپاره.
محمود خان اڅکزي په ځلونو د پاکستان استخبارات او پوځ د افغان طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع تایید کړه، ویې ویل چې له محمود خان اڅکزي سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عزیز احمد چودري ملګري و.
د پاکستان د حکومت یوه چارواکي، چې له موضوع خبر و، وویل، پاکستان د افغانستان له حکومته غوښتي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک ملاتړ ودروي او د دې ډلې مشر، چې په افغانستان کې پټ دی، وروسپاري.
ده ادعا وکړه چې له پاکستان سره داسي شواهد شته چې ښيي د افغانستان استخباراتي اداره د ملا فضل الله او د پاکستاني طالبانو د تحریک د نورو قومندانانو ملاتړ کوي.
تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو په غیرمستقیم ډول ورته تورونه لګولي خو افغانستان رد کړي دي.
ملا فضل الله د تېر کال په نوامبر میاشت کې وروسته له دې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر وټاکل شو چې د دې ډلې مشر حکیم الله مسود د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تسنیمه اسلم پرون په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې افغان چارواکو پاکستان ته د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
کابل ته د محمود خان اڅکزي له سفره وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته ټېلفون وکړ او د دوو هیوادونو ترمنځ یې د تروریزم پرضد پر همکاریو خبرې وکړې.
پاکستان په داسي حال کې چې په شمالي وزیرستان کې پراخ عملیات پیل کړي له افغانستانه غوښتي چې خپله پوله ټینګه کړي څو وسله وال طالبان د افغانستان لور ته وانړوي.
اوس یې خوند وکړ محمود خان اڅکزی صیب د تور لينکونه رویبار اوخوت دا دی اوس د پنجابیو د ګټو لپاره مڼډي اوهلې ځلې کوی افرين سه ستا په پښتو
بشر هیواد پال صیب
دا یوه څرګنده خبره ده. نواز شریف د اڅګزی ورور ته والی مقام ورکړی ده. ټول باید پوه شي شخصی کټي تر هر لومړیتوب لرې. دا لومړیتوبونه نن صبا د مور او پلار د ښځي او میړه په منځ کي هم رول لوبه وي پښتو خو په ځای پریږده
و تاریخ ته یو ځل ځیر شی محمود خان اڅګزی پخوا لا د تورلینګیو غلام وو هغه د تور لینګیو ته د خپلی وفاداری لپاره څه څه وه نه کړی چی اوس د تورلینګیو د رویباری خبره را واخلو، دی محمود تر اوسه په سلهاوو پښتانه په تورلینګیو باندی په یوه او بل نامه باندی و پلورل اوس یی د بلوچستان د والی و څوکی ته ځان ورسوی! هیڅ یو پښتون د پاکستان په سیاست او حکومت کښی ترهغه برخه نه سی اخیستی ترڅو هغه د تور لینګیو د فاشیستی جاسوسی اداری ISI و موخو او ګټو ساتلو ته پوره ژمن نه وی.
ډیره د افسوس خبره ده محمود خان او داسی یو پیغام راوړل افغانستان ته فضول لګیا دی دا خلک هسی افغنان غولوی نو هیس نشته
Wah wah os e khwand wkr
Che da pakistan pa sha aw makh zor raghai os afghan hokomat na mrasta ghwari. Kho kala che afghan hokomat mrasta ghwari no jawab e zanmargi aw da topono sara da…afghan hokomat bayad che dasi jawab warkri kom che da afghanano pa ke khair wi