تاند- یو پاکستانی چارواکی وايي چې پاکستان او افغانستان په دې کار کوي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپله همکارۍ له سره تنظیم کړي او په خپل منځ کې خپګان لېري کړي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم خاص سلاکار طارق فاطمي همداراز وویل، پاکستان هیله لري چې د امریکا متحد ایالتونه به له افغانستانه د خپلو پوځیانو له وتلو وروسته هم پاکستان ته هغه مصرف ورکړي چې دا هیواد یې له تروریزم سره په مبارزه باندې لګوي.

ده دا هم وویل، پاکستان غواړي چې امریکا د افغانستان د پولو په اوږدو کې د پاکستان د روانې تروریستي ضد جګړې لګښت هم ورکړي.

دا په داسي حال کې دي چې افغانستان د پاکستان پر روانې جګړې، چې په وزیرستان کې یې پیل کړې ده، اعتراض لري او وايي چې په دې جګړه کې افغان طالبانو او حقاني شبکې ته څه نه وايي او یوازې پاکستاني طالبان ځپي.

تر دې دمه د امریکا متحد ایالتونه پاکستان ته د تروریستي ضد مبارزې په خاطر د ايتلا�� له حمایوې بودجې پیسې ورکوي خو دا بودجه ممکن له افغانستانه د امریکايی پوځیانو له وتلو وروسته پای ته ورسېږي.

طارق فاطمي وویل:«اوس که د ترور پرضد د امریکا په مشرۍ د جګړې هدفونه نه وي ترلاسه شوي او یوه او یا دوو نورو کلونو ته اړتیا وي او پاکستان خدماتو ته دوام ورکوي، موږ توقع لرو چې خرڅ یې راکړای شي.»

تر دې مخکې د پاکستان دفاعي چارواکو د واشنګټن د سفر په ترڅ کې له امریکا غوښتي و چې له افغانستانه خپل پوځیان ونه باسي.

One thought on “پاکستان له افغانستان سره تروریستي ضد همکاري له سره تنظیموي”
  1. اوس نړی ټوله پوهیږی چی کومی مالی مرستی چی پاکستان دامریکی دمتحده ایالاتو څخه دتروریزم سره دمباریزی په بهانه ترلاسه کوی داپیسی برعکس د نړیوال تروریزم دتقویه اوحمایه دپاره لګوی . ښه به داوی چی امریکا خپل د هغو پیسو حساب چی تراوسه یی پاکستان ته دتروریزم سره دمبارزی دپاره ورکړی دهغو حساب وغواړی او همدا وغواړی چی دا معلومی ترورستی ډلی چی په پاکستان کی معلوم ځای ، روزنه ، ښونه او تجهیز لری دهغو دمصارفو اوتمویل چی دکومی بودجی څخه کیږی اثبات وغواړی او خپلی نظامی ، اقتصادی اوسیاسی مرستی پر پاکستان قطع اوکاملا بندی کړی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *