د ډیورنډ پر پوله د تورخم دروازې ساحه

تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: پاکستان له افغانستان سره د اپریل له ۶ مې څخه د ډیورنډ کرښې د چمن او تورخم لارو د خلاصولو اعلان اعلان وکړ.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په تازه اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان حکومت ورڅخه د لارو د خلاصیدو غوښتنه کړې ده.

اعلامیه وایي، د افغان حکومت د غوښتنې او بشري خواخوږۍ له امله به دغه لارې به د اپریل له ۶ مې څخه تر ۱۰ مې پورې په موقت ډول په ځانګړو وختونو کې افغانانو ته د اوښتو لپاره خلاصوي.

پاکستان نه دي ویلي چې دا لار به د ټرانزیټ لپاره هم خلاصه کړي که نه خو دغه هیواد کې د درملنې لپاره د تللیو افغانانو تر څنګ د کورونا له کبله ۱۰ زره افغان لارۍ ایسارې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *