تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱مه: د پاکستان حکومت سر له دوشنبې څخه د ډیورنډ په فرضي کرښه له افغانستان سره د چمن دروازه تړي.
د پاکستان فډرالي ادارې ویلي، دا کار د کورونا ویروس د خپریدو لپاره کوي او د چمن دروازه به د مارچ له ۲ مې تر یوې اوونۍ پورې تړلې وي.
پاکستان دا اقدام وروسته له هغې کوي چې کابل د دوشنبې په ورځ د کورونا ویروس لومړۍ قضیه تایید کړه او یو شمیر نور شکمن ناروغان یې هم قرنطین کړل.
پاکستان وایي، په چمن کې یې د کورونا له وېرې نږدې ۱۰۰۰ تنه مسافر په ۵ ورځو کې له سکریننګ تېر کړي دي
پاکستان همداراز له افغانستانه په نورو ورغلیو لارو پاړه چنار او تورخم هم کلک تدابیر نیولي او د کورونا چیک کوونکې ډلې یې ځای پر ځای کړې دي.
پاکستان چې تر دې دمه خپله د کورونا ۲ پیښې لري، تر دې وړاندې یې له ایران سره هم پولې تړلې وې.
کله چی پاکستان پوه شو چی امکان لری په افغانستان کی سوله چی په شکل وی امریکا یی غواړی او افغان دولت هم یو ډول بین الافغانی مذاکراتو لپاره شرط لری نو سمدلاسه یی یاد لار کرونا ویروس په بهانه بنده کړ مګر دولت ته پکار ده چی ورته ووایی چی تل لپاره یی وتړه او دولت باید له نورو هیوادونو سره پخپلو تجارتی اړیکو کی پراختیا راولی ځکه پاکستان پدی ۴۰ او همدارنګه پدی ۱۹ کلن جګړیز دوران کی د افغان ولس په خلاف د انګریزی پلان په اساس اړیکی پاللی دی نو موږ افغانان هم باید خپل تاریخ ته یوځل وګورو او خپل کړیدلی ولس سره په مشوره د پاکستان په وړاندی قاطع او ملی ګټو ته په کتو دریځ غوره کړو ځکه چی ترڅو پاکستان وی افغانستان خلک د ښی ورځی څښتن نشی کیدلای ځکه امریکا ډالر ورکوی او دوی مو د جنګی ډلو ټپلو په جامو کی خاوری ته داخلییږی او عام ولس مو هر ه ورځ وژنی نو لازمه ده چی همدی هفته کی امنیت شورا ته د پښتنو په ننګه باندی شکایت وشی ترڅو پوه شی چی که موږ له طالبانو ملاتړ کوو نو دوی هم پښتون ژغورنی په اړه نړیوالو ته شکایت کولی شی
پدی حساس وخت کی دا افغان دولت ملی او اساسی دنده ده