تاند- د پاکستان د پلان، پراختیايي چارو او اصلاحاتو وزیر پروفیسر احسان اقبال نن /پنجشنبه/ وویل چې حکومت یې د افغانستان لپاره د ۵۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د روغتیا، زده کړې او زېربنا پروژې پیلوي.
ده وویل، د دې پروګرام پر اساس به د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې تر ۳۰۰۰ زیات سکالرشیپونه افغانانو ته ورکړای شي او ۱۰۰ افغان محصلان به د لاهور په منجمینټ ساینس یا اداري علومو او نورو تخنیکي پروګرامونو کې ومنل شي.
ښاغلي اقبال دا څرګندونې پاکستان ته په سفر ورغلي افغان پلاوي ته وکړې. په افغان پلاوی کې د ملي شورا غړي، محصلان او د مدني ټولنې غړي شامل دي.
پاکستاني وزیر یادونه وکړه چې د دغه هیواد صدراعظم محمد نوازشریف په افغانستان کې د سولې، سوکالۍ او له دغه هیواد سره د دوستانه اړیکو په اړه څرګند نظر لري او هغه کلیدي بولي.
ده همداراز وویل، افغانستان او پاکستان ګډ برخلیک لري او باید په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.
پروفیسر اقبال د افغانستان او پاکستان د استادانو، پوهانو، هنرمنانو، سوداګرو او نورو ترمنځ د پراخې تبادلې او تګ راتګ پر اړتیا تاکید وکاوه.
ده د دوو هیوادونو د خلکو ترمنځ پر راشه درشه خوښي ښکاره کړه، ویې ویل، دا به په دواړو هیوادونو کې له کلتوري او اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
د پاکستان د پلان، پراختیايي چارو او اصلاحاتو وزیر وویل:«موږ باید د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یو نوی باب پیل کړو چې د دوستۍ پر ټولنیزو او اقتصادي اړخونو تمرکز ولري.»
ده وویل چې دواړه هیوادونه د سلګونو کلونو ګډ تاریخ لري او د افغانستان د سولې تر ټولو زیاته ګټه پاکستان ته رسېږي.
دغه پاکستاني وزیر د افغانستان په چارو کې د نه مداخلې ژمنه وکړه، ویې ویل چې که هر هیواد له مصیبت او ستونزې سره مخامخ شي، بل ورڅخه نه شي خوندي کېدای. ده تروریزم، افراطیت او سختدریځي د دواړو هیوادونو ګډ دښمن وباله.
پاکستاني رسنیو نه دي ویلي چې پاکستان به ۴ زره سکالرشیپونه په څومره موده کې افغان محصلانو ته ورکړي.
د پاکستان دا مرسته، چې د دغه هیواد اقتصادي توان ته پام خورا سخاوتمندانه کومک دی، د افغانستان په وړاندې د پاکستان په دریځ کې جدي بدلون ته هیلې غوړوي.
بس طموږ د کلجر ورانول شوع
کمک ها ی باکستان به افغانستان هیچ دردی افغان ها درمان نه خواهد کرد باکستان روزنه ده ها هم وطن ما را به خاک خون
یک سان میکند و از سوی دیگر اعلام کمک به مردم افغانستان جای بسیار …….. خنده ……………….. و شرم است مردم افغانستان حال بیدار است .
سلامونه دوستانو گه چیری افغان حکومت خپل زدکونکی پاکستان ته ولیکی دا به یو بله خته تیر وتنه وی پاکستان په افغانستان کی په نوم سره مکتب نه غوری چی وی پاکستان دی زمونکه مکتبونه په داخل دی افغانستان کی جور پریکدی پاکستان چی مه دی خراب اقتصاد کی ما ته 50 ملیونه دالر رکوی دی دومره شه سری شو نه 1000شیطانان مری شوی بیا یو پاکستانی تر ی پیداشوی د افغانستان یو زوان ته باید اجازه ورنکری شی چی پاکستان ته د تعلیم لپاره لار شی بی تعلیمه دی پاتی شی نه غلام
دایې بله مداګري ده