تاند- د پاکستان پوځ نن /پنجشنبه/ وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله یې د امنیتي دلایلو له کبله تر نامعلوم وخت پوري بنده کړې ده.
د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې استازي تورنجنرال اصف غفور له افغانستان سره د پاکستان د پولې د بندېدو اعلان په ټویټر کې وکړ.
ده لیکلي«د پاکستان- افغانستان پوله په امنیتي دلایلو تر راتلونکې امره پوري بنده ده.»
دا په تېرو ۵ ورځو کې په پاکستان کې څلورمه لویه حمله ده.
د پاکستان ډان تلویزیون او ورځپاڼه د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ تنه ښيي خو وايي چې ډېری ټپیان مرګيحاله دي.
برکت برکت برکت
زه می د خپلو افغان خویندو وروڼو دومره دردولی یم
چی نن پاکستانه ستا په درد خوشالی کوم
الله دي دی مجاهدینو ته نوره بریا ورکړي