تاند- پاکستان یو وار بیا له افغان طالبانو په کلکه وغوښتل چې هغه پاکستاني طالبان له منځه یوسي چې د پاکستان د حکومت پرضد جنګېږي او په افغانستان کې پناهځایونه لري.

پاک تریبیون ورځپاڼې لیکلي، باوري سرچینو وویل چې پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته هم خپل سخت اعتراض رسولی او ورته ویلي یې دي چې د پاکستاني طالبانو هغه مشران وروسپاري چې په افغانستان کې یې پناه اخیستې ده.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې په جلال اباد او کابل کې د پاکستان دیپلوماتیکو مرکزونو هم افغان چارواکو ته د پاکستان اعتراض رسولی دی.

خو په همدې منځ کې د پاکستان د حکومت سرچینې وايي، د کونړ او نورستان هغه سیمې، چې ملا فضل الله او نور پاکستاني طالب مشران پکې اوسي، تر ډېره د افغان طالبانو په کنټرول کې دي او د افغانستان ملي پولیس او ملي اردو هلته حضور نه لري.

د پاک تریبیون ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د پاکستان حکومتي سرچیمې په عین حال کې باور لري چې د افغانستان د ملي امنیت ځیني عناصر د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي. د دوی په وینا د افغانستان استخباراتي عناصر پاکستاني طالبانو ته د پیسو او مهماتو مرسته ورکوي.

پاکستان په ځلونو له افغانستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پرضد اقدام وکړي.

پاکستان دغه راز له افغان طالبانو غوښتي چې له هغو سیمو پاکستاني طالبان وباسي چې د دوی تر کنټرول لاندې دي. البته پاکستان له افغان طالبانو یوازې د هغو پاکستاني طالبانو د ایستلو غوښتنه کړې چې د پاکستاني پوځیانو پر ضد جنګېږي.

تېره میاشت د وسله والو طالبانو په بریدونو ۲۰ پاکستاني پوځیان ووژل شول. پاکستان ادعا کوي چې د دوی په ځوابي بریدونو کې ۵۰ طالبان وزل شوي دي.

0 thoughts on “پاکستان له افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو پرضد د اقدام غوښتنه وکړه”
  1. اوس به د افغانی طالبانو پته لګیږی چی دوی د الله (ج) او د خپل هیواد لپاره جهاد کوی او که د پردو (پاکستان) د ګټو لپاره جنګیږی
    که افغانی طالبان پاکستاتی طالبان پاکستان ته په لاس ورکړی نو د اسلام ،جهاد او سره به یی ستره جفا وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *