تاند- پاکستان په خپله خاوره کې مېشتو افغان طالب مشرانو ته خبرداری ورکړی چې یا ژر تر ژره پسرلني عملیات ودروي او یا دې د خپل عمل پایلو ته انتظار وکړي.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې په اسلام اباد کې باوري سرچینو ورته ویلي چې طالبانو ته د پاکستان له دې خبرداري څخه د افغانستان حکومت هم خبر دی.

سرچینې، چې ایکسپریس تریبیون یې د نوم یادونه نه ده کړې، دا هم ویلي چې د جګړې د نه درولو په صورت کې طالبان د پاکستان او افغانستان له ګډ اقدام سره مخامخېدای شي.

د پاکستان استخباراتي ادارې، چې له ډېرو کلونو راهیسي په افغانستان کې د جګړې د اور د تود ساتلو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي، په وروستیو ورځو کې په یوه بې ساري اقدام کې د طالبانو استازي د چین په ارومچي کې د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړیو سره خبرو ته کښېنول. په دې خبرو کې چې د تېرې سې شنبې او چهارشنبې په ورځو وشوې، د سولې د رسمي خبرو په اړه بحث وشو.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې پاکستان د سږ کال په مارچ میاشت کې هم د افغان طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړی و چې که د سولې خبرې ونه کړي د پاکستان له خاورې به وایستل شي.

5 thoughts on “پاکستان له افغان طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره جګړه ودروي”
  1. یو خو هسی ددروغو افواه مه خپروی،
    پکار داده چه اول دفریق له ویاند سخه دهغه دتنظیم دریز معلوم کری بیا تری خبر جور کری،
    بله دا که دپاکستان په خوله طالبانو جنگ ودراوه نو دوه میاشتی مخکی به یی اودرولی وه،طالبان دافغانستان ازادی لپاره جنگیگی او دازادی جنگ لپاره دچاسخه داجازی اخیستلو ارتیا نسته،
    دسپی په خوله د دریاب اوبه نه پلیتیگی،
    پاکستان ته گوره او حکم ته یی گوره

  2. Saifullah Khana! Wayee Khwola Wara Khbare Ye Loye. Taliban Sook Dee? Hamda De Punjabi Islam Zeganda Da. Ta De Sharm Pa Noom Kooma Kalema Ham Pezhane? Ka Tasoo Ghonde Pakistani Rozal Shawee Spee De Hewad Ke
    Na Wai, No Da Watan Ba Gul Aw Guzaar Wai. Lanat Pur Tasoo Che Laa Ham De Watan De Azadai Khabare Po Besharmai Kawai. Lag Kho Khpal Wendan Ta Saroona Teet Krai Aw De Khudai Na Wera Wakrai Che De Punjabi Ghulamai Na Zanoona Wabasai.

  3. بصیرخانه خکلی اخلاق مشرانو درخودلی دی.
    ته اوخدای.ج. چه غلامان ستاسو غوندی یی که طالبان؟
    تراوسه پوری مو طالبان دپاکستان په استخباراتو ورتپل دادی اوس ورته بوتان پخپله پالش کوی،
    یادساته پاکستانی استخبارات دچا پکار نه رازی هسی به مو لکه دتشناب کاغذ وکاروی بیابه مو تشناب اوغورزوی.ومن الله التوفیق

  4. طا لبان نه ر ښتیا وايي نه درواغ. د پاکستان د حکو مت اوا مر ترجمه کوي. په دې کې طالب لره نه ګنا شته نه ثواب. پاړسي کې وايي: غلام حلقه بګوش آن کند که فرما یند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *