ورسته له هغه چې په تونس هیواد کې سولیز ولسي پاڅون ددې هیواد مستبد حکومت په جمهوریت بدل کړ د عربي نړۍ د پاره یې چې اکثره د باچاهې او استبداد تر حاکمیت لاندي وه عربانو ته الهام ورکړ چې د ژوند هغه لورۍ خپل کړي چې هم یې امنیت ، حقوق او عدالت تامین وي هم د پرمختګ پر یو نوي مسیر حرکت وکړي.

ښاي دا د تونس او مصر د ولسونو بخت وه چې داسي څوک پرې حاکمان وه چې تر حاکمیت یې د ولس غوښتنو ته اهمیت ورکړ او  سولیز ولسي پاڅون ته یې د تسلیمۍ غاړه کښېښوده . خو لیبیایان بیا هومره بختور نه وه مستبد معمر قذافي تر ولس تر غوښتنو او ان تر وینو خپل حاکمیت غوره وګاڼه او د ولس غوښتنو ته یې په ټینکونو او الوتکو جواب ورکړ چې پایله د خپله د قذافي د زلالت  مرګ او د هیواد اوږده بې امني او بې ثباتي شوه. د سوریې مستبد مشر بشر السد چې په روڼو سترګو یې د عرب پسرلی ننداره کول د تونس او لیبیا حالت او انجام یې په خپلو سترګو لیدل بیا هم د ولس د سولیز پاڅون د قذافي په څېر د توپکو په مرمیو ورکړ خو دې کړني تر لبییا ځلونه زیات قیمت ادا کړ.  نه یوازي چې سوریه یې په یوه ډېران بدله کړ ورسره نیم عراق یې هم په لمبو وسوځاوه.

د تونس ، لیبیا ، او سوریې ورسته د اسیا یوه جوړ شوي هیواد پاکستان کې د یوه داسي ورته سولیز پاڅون (پښتون تحفظ غورځنګ)  شاهدان یو چې په سولیزه توګه د خپلو مشروع قانوني حقونو غوښتنې کوي خو ددې پر ځای چې حاکم مستبد دولت یې غوښتني ومني په مخ کې خنډونه ورته جوړوي ، پر غونډو یې د پاکستان د پوځ د خوا پر رسنیو د نشر پابندي لګوي او د بهرنیو استخباراتو په ملاتړ یې تورنوي. داسي ښکاري چې د پاکستان پوځي واکدارن د سوریې او لیبیا پر حلاتو او خبرونو پر وخت په درانه خوب بیده وي یا خو اصلاً د پیښو د نړۍ او سیمي د نظامي او سیاسي حلاتو د تحلیل سویه او استعداد نه لري یا داچې د پښتونو اوسني پاڅون ته د سیاسي تش په نوم ملتپالو ګوندو د پښتنو پر سر د سوداګرۍ په سترګه ګوري چې د مادي امتیازاتو په بدل کې تل تر خپل موقف ادعا او پښتنولۍ تیر شوی دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ بشپړ ولسي جدي او غیرسیاسي حرکت دی او غوښتني یې هم جدی مشروع قانوني او نړیوال حمایت د ځان سره لري . که دا اعتراضات  ناکامیږي بیا نو ددې اټکل ګران دی چې په راتلونکې کې به په پاکستان کې کم قوم د پښتنو په شمول دحق غوښتنه په سولیز ډول و کړي. ځکه دا به یو  یو داسي  عمل و ګڼل سي چې په ځلونو شوی خو بې مثبتي نتیجې ثابت شوی وي .بلوڅ حق غوښتنکو به دا باور لا پوخ کړي چې د پاکستان د اسټبلشمینټ څخه د حق غوښتنې لار یوازې مسلحه مبارزه ده. داچې پښتانه د بلوڅانو په نسبت اکثریت دي مسلحه مبارزه به یې د بلوڅانو په نسبت ډېره قوی وي ښای هغه وخت به یې پاکستان د قابو وس ونه لري . هر څه یو حد لري سولیزي هڅې هم ، خو دا باور چې سولیز احتجاج کار نه ورکوي ښای پایله مسلح مقاومت شي چې  دا به  د پاکستان د تجزیې د پاره چې وار له مخه یې احتمال لیدل کیږي بشپړ کافي وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *