تاند- پاکستان ایران ته ویلي چې له دغه هیواد څخه د ګازو د واردولو لپاره د دوستۍ په نوم د نللیکې له جوړولو تېر شوی دی.

ایران له ډېرو کلونو راهیسې هڅه کوي چې پاکستان او هندوستان له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د ګازو د واردولو لپاره د ټاپي پروژې پر ځای له ایران څخه ګاز رانیسي. که څه هم هند له ایران څخه د ګازو له رانیولو سره موافقه نه ده کړې خو پاکستان له ایران سره د پایپ لاین د جوړېدو په برخه کې موافقې ته رسېدلی و.

اوس د پاکستان د ګازو د ادارې ريیس مُبین صولت ویلي چې د امریکا فشارونه او بندیزونه سبب شوي چې پاکستان له ایران څخه د ګازو د واردولو نللیکه بشپړه نه کړای شي. د جیو ټي وي د راپور له مخې، صولت وویل«اسلام اباد د امریکا د فشارونو له کبله د ګازو د انتقال دا پروژه پرمخ نه شي بېولی او موږ په دې برخه کې د تهران مشرانو ته لیکونه استولي دي.»

ده همداراز وویل«د ایران د حکومت مشرانو موږ ته د سږ کال د اګست تر میاشتې پورې وخت راکړی و چې د دې پروژې د پاکستان برخه بشپړه کړو خو موږ په اوسنیو شرایطو کې دا کار نه شو کولی.»

ایران خپله برخه نللیکه تر یوه حده بشپړه کړې ده خو داسې ښکاري چې پاکستان سره له دې چې ایران ته ویلي و چې ډېر کارونه یې کړي، هیڅ کار نه دی کړی.

د پاکستان د ګازو د ادارې ريیس وايي، هیله لري چې ایراني چارواکي به په دې نه خوابدي کېږي چې پاکستان دا پروژه نه شي بشپړولی او که هغوی خوابدوي، پاکستان حاضر دی چې د خبرو له لارې د ایران خوابدي کمه کړي.

ده په عین حال کې وویل«موږ پوهېږو چې ایران حق لري چې د قراداد پر اساس نړیوالو محکمو ته شکایت وکړي.»

ایران سخته هڅه کوي چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو پروژه عملي نه شي او هند او پاکستان، چې انرژۍ ته سخته اړتیا لري، د ایران ګاز واخلي.

ایران فکر کوي چې د دغه هیواد او پاکستان ترمنځ د ګازو د نلیکې له پروژې سره نه یوازې امریکا بلکې عربي هیوادونه هم مخالف دي. پاکستان له عربي هیوادونو سره خورا نژدې اړیکې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *