تاند – پاکستان په دغه هېواد کې د اقتصادي عوایدو د نشتوالي او پورونو د ډېرېدلو له امله مجبور شوی دی چې خپل یو شمېر دولتي شرکتونه خرڅ کړي.
رویټرز خبري اژانس وایي چې، د پاکستان د اوسپنې میلونه چې د پاکستان سټیل میلز (PSM) په نامه یادېږي یو له هغو شرکتونو څخه دی چې حکومت د خرڅانه له پاره وړاندې کړی دی خو پېرودونکی ورته نشي پیدا کولی.
اژانس زیاتوي چې، یو وخت دغه میل د پاکستان د اړتیا وړ نیمایي اوسپنیز توکي تولیدول خو اوس په پورونو کې ډوب او د کراچۍ د ښار په لمنو کې په ټپه ولاړ دی.
د پاکستان د اوسپنې میلونه شرکت ۳.۵ زره میلیونه ډالر پوروړی دی او هره اونۍ پنځه میلیونه ډالر تاوان کوي. د پاکستان حکومت په ۲۰۰۶ کال کې دغه شرکت ته ۲ زره میلیونه ډالر ور تزریق کړل چې که په خپل حال یې وساتي خو بیا هم پاتې راغی او اوس د پاکستان د خصوصي سکټور اداره وایي چې نشي کولی چې نورې پیسې پرې ولګوي.
پاکستان سټیل میلز شرکت په ۱۹۷۳ کال کې د ذولفقارعلي بوټو په وخت کې جوړ شوی دی اوڅه باندې ۱۶ زره کسان په کې کار کوي.
د دې میاشتې په سر کې د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت د خصوصي کولو پر ضد هم په کراچۍ کې د شرکت د کارمندانو له خوا مظاهرې وشوې چې دوه کسان په کې ووژل شول.
پاکستان هرکال له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ډیموکراسۍ د دودولو په پلمه له نړیوالې ټولنې څخه په سلګونو میلیونه ډالر ترلاسه کوي چې یوه اندازه یې بېرته د ترهګرۍ په پاللو او روزلو لګوي څو په سیمه کې پرې خپل نفوذ وښیي او یو شمېر نورې یې د اداري فساد په نتیجه کې د چارواکو جېبونو او بانکونو ته انتقالېږي.
دیر شه کار شوی. خدای دی تول پاکستان دیوالی کری. دغه میلونو په زرگونو د افغانستان تانکونه أو طیاری اوبه کری دی. دا د افغانستان ازار وهلی دی .
یا الله شکر
زه په دې ډاډه یم، چې د که نړیوال د افغانانو په ویر او ماتم ځان ناګاره اچوي
او که څوک یې په چل او فریب او ظلم سره وژنی
مګر له الله جل جلاله څخه دا ظلمونه ورک نه دي او نه هم دا ظلمونه الله ته منظور دی
نو یوه ورځ به خامخا راځي چې پاکستان به د خپلو نارواو له لاسه دړې وړې شي
دا یې پیل دی ان شا الله
هغه وخت یی ځکه ګټه کوله چی له افغانستان څخه ورته کباړ ورتلل ، خو شکر الحمدالله چی اوس د کباړو ورتګ پری دریدلی نو غرق شو
دا تول د افغانانو ازار وهلی ان شاالله چی الله ج په قهر شوی دی.
هل جزاُالاحسان الاحسان.فبای الاُ ربکما تکذبان.ط صدق الله العظیم .کوهی مه کنه د بل سړی په لار شی ««»» چیری ستا به د کوهی پغاړه لار شی::::::: ته چی بل په غیشو ولي هسی پوه شه ««»» چی همدا غیشی به ستا په لور ګوذارشی::::::: آدمزاد په معنی واړه یوصورتدۍ ««»» هر چی بل کزاروی هسی آزارشی. رحمن بابا
چې دا دوسپنې میل دی که
mills ما نا فابریکې
يالله حکومت يي تباه کړی اودوطن خلکو ته دی خدای همت ورکړی تر څو خپل هيواد ددغو خرڅ شويو ليډارانو څخه خلاص کړی
که پاکستان له داسې ستونزو سره مخ شی/ کیدای شي له افغانستان لاس واخلی