تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، له طالبانو سره د خبرو د لومړنیو پایلو له څرګندېدو وروسته به حکومت د افغان طالبانو له مشر ملا عمر او حقاني شبکې څخه وغواړي چې د پاکستان د حکومت او طالبانو په روغه جوړه کې رول ولوبوي.

د پاکستان حکومت باور لري چې له خپلو طالبانو سره یې خبرې هغه مهال لا ښه نتیجه ورکولی شي چې د افغان طالبانو له اغېزه هم کار واخلي.

په دې لړ کې د پاکستان حکومت او استخباراتو له حقاني شبکې سره تماسونه نیولي دي.

پاکستاني رسنۍ د باوري سرچینو په قول وايي چې حکومت حاضردمه د خبرواترو په اړه د طالبانو لومړني غبرګون ته انتظار باسي.

دوی وايي چې د پاکستان حکومت د خپل څلور کسیز مرکچي پلاوي په وسیله د طالبانو د تحریک مشرتابه ته څو مهم ټکي وړاندې کړي او غواړي چې پوی شي ایا د طالبانو تحریک د پاکستان له دې شرطونو سره موافق دی او که نه دی.

د پاکستان حکومت د خپل مرکچي پلاوي په وسیله طالبانو ته ویلي چې هرراز خبرې اترې به د پاکستان د اساسي قانون په رڼا کې وي او خبرې او جوړجاړی به یوازې په جنګ ځپلو سیمو پوري محدود وي.

سرچینې وايي، که چیري د حکومت د دغو غوښتنو په وړاندې د پاکستاني طالبانو عکس العمل مثبت و، هاله به د افغان طالبانو مشر ملاعمر ته رجوع کېږي چې پر پاکستاني طالبانو له خپل اغېز څخه په استفادې په پاکستان کې د امن له ټینګېدو سره مرسته وکړي، پاکستاني طالبان د خپلو دریځونو نرمولو ته وهڅوي او د امنیت په رامنځته کولو کې معقوله لار خپله کړي.

پاکستاني ورځپاڼو د یکشنبې د ورځې په ګڼو کې لیکلي چې د افغان طالبانو په منځ کې اوس د حقاني شبکه، چې مشري یې سراج الدین حقاني کوي او د قوماندې مرکزونه یې په شمالي وزیرستان کې دي، په پاکستاني طالبانو کې د پام وړ نفوذ لري. دوی وايي چې پاکستان د ملا عمر د ډلې ترڅنګ د حقاني له شبکې هم له پاکستاني طالبانو سره د خپلو خبرو د بریالیتوب لپاره کار اخلي.

پاکستاني رسنۍ وايي، د حقاني شبکه، چې امریکا یې تر ټولو خطرناکه بولي، ځان د طالبانو د تحریک برخه ګڼي خو عملاً د ملا عمر له طالبانو جلا فعالیت کوي.

د دوی په وینا تر دې پخوا هم له یو شمېر پاکستاني طالب ډلو سره د پاکستان د حکومت په روغو – جوړو کې د حقاني شبکې مهم رول لوبولی و. د حقاني شبکې په منځګړتوب د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د طالبانو له مشر حافظ ګل بهادر سره د سولې تړون کړی و.

پاکستاني رسنۍ وايي چې طالبانو د پاکستان د حکومت اکثره غوښتنې منلي خو د اوربند لپاره یې دا شرط ایښی دی چې حکومت دې اوربند اعلان کړي او د پاکستان پوځ دې له قبایلي سیمو ووځي.

دوی همداراز ویلي چې خبرې دې د قرآن او سنت پر اساس وي او طالب بندیان دې خوشي شي.

د بې پېلوټه الوتکو د برید وېره

په همدې حال کې د طالبانو له مشرانو سره د خبرو لپاره د دې ډلې د کمېټې غړي اندېښنه لري چې بې پېلوټه الوتکې به پرې برید وکړي.

Taliban - Pakistanراپورونه وايي چې د دواړو خواوو د خبرو پر سیمه بې پېلوټه الوتکې ګرځي او له همدې ویرې د پلاوي غړیو اسلام اباد ته بېرته تګ ځنډولی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د یکشنبې په ورځ مولانا سمیع الحق ته ټېلفون وکړ او د ځنډېدو علت یې ترې وپوښت.

راپورونه وايي چې سمیع الحق د کورنیو چارو وزیر ته وویل چې په اسمان یې بې پېلوټه الوتکې ګرځي – راګرځي او له همدې کبله دوی د طالبانو د شورا له غړیو سره څو – څو ځلې د خبرو د ځای بدلولو ته اړ ایستل شوي دي.

سمیع الحق د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته ویلي:«همدا شېبه چې له تاسو سره خبرې کوو، پاس بې پېلوټه الوتکې ګرځي.»

پاکستاني رسنیو د نامعلومو سرچینو په قول ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، که له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د سولې دا بهیر سبوتاژ یا تخریب شو نو دا به له پاکستان سره دښمني وي.

5 thoughts on “پاکستان له خپلو طالبانو سره په خپلو خبرو کې افغان طالبان هم شاملوي”
  1. پاكستان شرميدلى انشالله نور د افغانستان ور اسلامبرباد ته رسيدلى
    آيا اسلام آباد
    كه
    اسلام نه په شرميدلي توگه استفاده كول؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *